هلمند کې د تودوخې لوړه درجه؛ خلک د برښنا له نشتوالي شکايت کوي

د لښکرګاه یوه څنډه

د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه او یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي وايي، دغلته د ګرمې څپې خلک له ستونزو سره مخامخ کړي او برښنا نه لري.

دوی وایي، ماشومان یې اوسمهال د تودې هوا له امله په ناوړه حالات کې دي.

د راپورونو له مخی په دغه ولایت کې په ځينو سيمو كې د تودوخې درجه تر ۴۵ پورې لوړه شوې ده.

د برښنا شرکت مسوولان وايي، اوسمهال یې کندهار او هلمند ته ۲۴ ساعت برښنا ورکړې.

نور تفصیل د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د هلمند راپور