دوه افغان ځوانان د پرنسس دایانا جایزې ګټلو نوملړ کې راغلي

د عکس ښي لور ته محمد جاوېد اماني او چپ لور ته صابره سعید

د پرنسس یا شهزادګۍ دایانا د جایزې ګټونکو د سږنیو جایزو په نوملړ کې دوه افغان هم شامل دي.

دا افغان ځوانان د هغو ۱۸۰ کسانو په لېست کې دي چې په ۲۰۲۳ کال کې په ټولنه کې د بدلون راوستلو له پاره د شهزادګۍ دایانا د خیریه بنسټ د جایزې ګټونکي اعلان شوي دي.

دغه دوه ځوانان صابره سعید او محمد جاوېد اماني نومېږي، چې د ټولنیزو فعالیتونو او زده کړې په برخه کې کار کوي.

صابره سعید د کابل پوهنتون د طب محصله هم ده.

یو کال کېږي چې هغې د طیب تعلیمي بنسټ تاسیس کړی او افغان نجونو ته د ژبې، هنر او کمپیوټر پروګرامونه انلاین درس ورکوي.

دا وايي، له دې امله چې د ډېرى کورنیو اقتصادي وضعيت ښه نه دى، غواړي نجونې وهڅوي چې له ښوونيزو ټولګيو ګټه واخلي.

نوموړې وايي: "اوس هم داسې کورنۍ شته چې دوی دا ذهنیت نه لري چې لوڼې دې هم د زامنو په څېر زده کړې وکړي. زده کړه د هر وګړي حق دی، زه دا مسئله د یوې ننګونې په توګه ګورم، چې باید حل شي. انشاالله د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې به خلاصې شي، خو اقتصادي وضعیت خراب دی، د خلکو ذهنیت او اقتصاد دواړه مهم دي او باید بدلون وکړي."

مېرمن سعید وايي چې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې لس زره زده کوونکي لري.

نوموړې زیاتوي، خوښه ده چې دا جایزه یې ګټلې او خپلو هڅو ته به دوام ورکړي.

محمد جاوید اماني چې د ټولنیز او بشري حقونو فعال، د شهزادګۍ دایانا د خیریه بنسټ د جایزې بل ګټونکی دی.

ښاغلی اماني د نړۍ بدلون د رضاکارانو ټولنې بنسټ ایښودونکی دی، چې د ده په وینا دا بنسټ په ۲۰۲۰ کال کې د ښوونیزو او علمي پروګرامونو له لارې د مثبت بدلون په هدف تاسیس شو.

نوموړی زیاتوي، په دې ټولنه کې د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه لسګونه رضاکاران برخه لري، چې د جګړې له امله زیانمنو شویو زده کوونکو ته د انلاین او مخامخ ښوونیزو پروګرامونو لپاره د درسي موادو د برابرولو په برخه کې کار کوي.

اماني وویل، له خپلو فعالیتونو وروسته د شهزادګۍ دایانا د خیریه بنسټ جایزې ته نوماند شو، او بلاخره یې نوم د دې جایزې د ګټونکو په لېست کې شامل شو.

اماني وایي: "له یوې اوږدې او ستونزمنې پروسې وروسته، د ټولې نړۍ د زرګونو خلکو په منځ کې، د ۲۰ هیئتانو په تصویب سره، چې هر هیئت درې قاضیان لرل، موږ دې جایزې ته نوماند شوو."

اماني وايي، هیله لري چې یوه ورځ ټول محصلان او ځوانان په افغانستان کې په ډاډمنه فضا کې کار او زده کړو ته دوام ورکړي.

د پرنسس دایانا خیریه بنسټ د وېب پاڼې په وینا، د سږ کال د دایانا جایزه ګټونکي د انګلستان او نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د خورا الهام بښونکو ځوانان استازیتوب کوي.

دې وېبپانې زیاته کړې چې، دې ځوانانو خپله وړتیا د انګېزې ورکولو او په ټولنیزه برخه کې د رضاکارانه فعالیتونو د رامنځته کولو په برخه کې ښودلې ده.

وېبپاڼه د دغه جایزې په اړه وايي، دا جایزه د دیانا پرینسس ولز په یاد جوړه شوې، د ۹ تر ۲۵ کلنو پورې هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې ټولنیز او بشرپاله کارونه یې کړي وي.

ګټونکو ته جایزې د مجازي مراسم له لارې ورکول کېږي، خو هغوی چې په بریتانیا کې دېره وي، د شهزادګۍ دایانا د ماشومتوب کور آلتورپ ته د ورتګ بلنلیک هم لېږل کېږي.

د شهزادګۍ دایانا زامن ویلیام او هري دوک د دې په نوم د جوړ شوي خیریه بنسټ ملاتړي دي.