رسنۍ: د کابل هوايي ډګر کې د میلیاردونو پاونډو په ارزښت پوځي تجهیزات ویجاړ شوي

د کابل هوايي ډګر کې د ویجاړو شویو پوځي تجهیزاتو پاتې شونې. August 31, 2021

ډیلي مېل:

د بریتانیا ډیلي مېل ورځپاڼې پر افغانستان د طالبانو د ولکې ټینګولو پر مهال د برتانوي پوځیانو له خوا د میلیاردونو پاونډو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو د تخریب پر موضوع لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې په پیل کې راغلي، برتانوي پوځیانو دا کار د دې لپاره کړی، چې دغه پوځي تجهیزات د طالبانو لاس ته ورنه شي.

په هغو تصاویرو کې چې خپاره شوي او ورځپاڼې ټکان ورکوونکي بلل، د کابل په حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې تخریب شوې څرخي الوتکې او پوځي وسایط تر سترګو کېږي، چې هر لوري ته ګډوډ پراته دي.

د لیکنې له مخې له جګړه ځپلي افغانستانه د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې له افغانستانه په ګډوډ حالت کې د بهرنیو پوځیانو وتل په هغو نالیدلو تصاویرو کې ډېر منعکس شوی، چې له افغانستانه د خلکو د ایستلو پروسې یا تخلیې په باب دي او د شنبې په ورځ چینل-۴ تلوېزیوني شبکې خپاره کړي دي.

د بریتانیا یوه پوځي ګز مک ماهون چې د دې کړکېچن وضعیت په باب خبرې کولې ویلي، دا نه شي توضیح کولای چې د کابل هوايي ډګر هرې خوا ته څنګه بستې او وسایل پراته وو.

ډیلي مېل ورځپاڼه زیاتوي، طالبانو وروسته له هغې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د هغې موافقې له مخې چې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې وه، تر شل کلنې جګړې وروسته له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو اعلان وکړ.

انډیا ټوډې:

له هنده خپرېدونکې ورځپاڼې انډیا ټوډې د بنګله‌دېش په وړاندې د افغانستان دوو شل اووره مسابقو ته د راشد خان د ستنېدو په باب لیکنه خپره کړې ده.

په پام کې ده، دواړه هېوادونه دغه دوې شل اووره مسابقې د جولای پر ۱۴مه او ۱۶مه وکړي.

افغانستان تر دغو دوو شل اووره مسابقو مخکې له بنګله‌دېش سره درې پنځوس اووره یا یو ورځنۍ سیالۍ هم کوي، چې د روانې جولای میاشتې پنځمې، اتمې او یوولسمې نېټې ته پلان شوې دي.

د انډیا ټوډې په لیکنه، د افغانستان د شل اووره مسابقو کپټان راشد خان داسې وخت شل اووره مسابقو ته ستون شوی، چې د افغانستان کرکټ بورډ د دغو دوو شل اووره مسابقو لپاره خپله ۱۶ کسیزه ډله اعلان کړې ده.

د ورځپاڼې په لیکنه، دا شل اووره او پنځوس اووره مسابقې داسې وخت کېږي، چې بنګله‌دېش په هغه ټیسټ لوبه کې چې د جون میاشتې پر ۱۴مه پیل شوې وه، افغانستان ته د ۵۴۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د مطلب په دوام راغلي، راشد خان به د بنګله‌دېش پر وړاندې په پنځوس اووره مسابقو کې هم ونډه ولري او افغانستان هیله لري، چې د بنګله‌دېش په وړاندې بریا خپله کړي.