کندهار ته ستنې شوې کډوالې کورنۍ د کار او سرپناه له نشتوالي شکایت کوي

له پاکستانه کندهار ته تازه ورغلي افغان کډوال

له ګاونډي پاکستان څخه کندهار ته ستنې شوې افغانې کورنۍ د بې روزګارۍ او سرپناه له نشتوالي شکایت کوي.

په کندهار کې د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو د ادارې د معلوماتو پر اساس په تېرو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۹ زره کډوالې کورنۍ د دغه ولایت د سپين بولدک له لارې هېواد ته ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د غربت او بې کارۍ له امله ګڼ شمېر ځوانان ګاونډي ایران او نورو هېوادونو ته په قاچاقي ډول د تګ هڅه کوي.

نور تفصیل د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار راپور