عربستان کې توده هوا؛ د سلګونه زره زیارت کوونکو د حج مراسم روان دي

د شیطانانو درې څلي د منا په دښته کې درول شوي دي.

نن حاجیان د شیطانانو جوړ شوي سیمبولونه په کاڼو ولي، هوا ګرمه ده سهار په مکه مکرمه کې د سانتي ګریډ په حساب هوا دوه څلوېښت درجو ته رسېده وروسته تر اووه څلوېښتو لوړه شوه.

د شیطانانو درې څلي د منا په دښته کې درول شوي دي، ګڼو زیارت کوونکو پرون منا ته څېرمه په مزدلفه کې کاڼي راغونډ کړل.

د سعودي عربستان د حج وزارت په خپل ټویټر کې له حاجیانو غوښتي، چې د کاڼو د راغونډولو لپاره شاوخوا غونډیو ته ورنه شي.

همدا راز یې له حاجیانو هیله کړې ده، چې واړه کاڼي راغونډ کړي او هر شیطان له شرعي اصولو سره سم اووه کاڼي وولي.

په تېرو کلونو کې د شیطانانو د ویشتلو پر مهال څو ځله خونړۍ پېښې رامنځته شوې.

په ۱۹۹۰م او ۲۰۰۰م میلادي کلونو کې په سلګونو کسان د شیطانانو د ویشتلو پر مهال تر پښو لاندې شول او مړه شول.

په دې ځای کې تر ټولو خونړۍ پېښه په ۲۰۱۵م کال کې وه چې، د بیروبار په ترڅ کې دوه زره درې سوه حاجیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

تر دې پېښې وروسته د سعودي عربستان حکومت د شیطانانو د څلیو شاوخوا هوایي پلونه جوړ کړل چې د بیروبار مخه تر یوه بریده ونیول شي.

په تېرو څو کلونو کې د کورونا له امله د حاجیانو شمېر ډېر کم و، سږ کال د افغانستان په ګډون د یو سل او شپېته هېوادونو اتباعو په حج کې برخه اخیستې ده.

بیت الله شریف

د رسمي شمېرو له مخې د ټولو بهرنیو او کورنیو زیارت کوونکو شمېر یو میلیون او اته لکو ته رسېږي.

په دې ډله کې څه باندې دېرش زره د افغانستان دي.

په سعودي عربستان کې د کورونا تر خپرېدو مخکې په ۲۰۱۹م کال کې نږدې دوه نیم میلیونه کسانو د حج په مراسمو کې برخه اخیستې وه.

د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان تل پر دې ټینګار کړی، چې تسهیلات رامنځته کړي څو ډېر خلک د حج په مراسمو کې ګډون وکړي.

د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان

ده همدا راز ویلي، چې په ټول سعودي عربستان کې به د ګرځندویانو د جذبېدو لپاره امکانات زیات کړي.

محمد بن سلمان د سې شنبې په ورځ مکې مکرمې ته ولاړ، سعودي رسنیو خبر ورکړ، چې شهزاده محمد غواړي چې له نږدې په خپله حاجیانو ته چمتو شوي تسهیلات وویني.

ریاض وایي، چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به د حاجیانو شمېر کال په کال پسې زیات کړي.