ملګري ملتونه: افغان پناه غوښتونکي به د بیا مېشتېدنې په دویم ځای کې قرار ولري

ارشیف: د اماراتو یوه کمپ کې افغان پناه غوښتونکي

ملګري ملتونه اټکل کوي، چې په ۲۰۲۴ کال کې به د اړتیا له مخې افغان کډوال په نړۍ کې د بیا مېشتېدنې په دویم ځای کې قرار ولري.

دغه سازمان په نړۍ کې د کډوالو د بیا مېشتېدنې د اړتیا په اړه یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي، چې د اسیا کډوال د ۲۰۲۴کال لپاره د اټکل شویو اړتیاو د لېست په سر کې دي.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې په دې برخه کې د لومړي هېواد د کډوالو د نوم له اخیستو پرته وویل، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د اټکل له مخې دغه کډوال له جنوبي سوډان څخه دي.

میانمار او د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت له افغانستان وروسته په ترتیب سره دي.

نوموړي وويل: "د اټکل له مخې له افغانستان څخه کډوال د بیا مېشتېدنې لپاره په دویمه کچه جدي اړتیا ده. ورپسې د جنوبي سوډان، میانمار او د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت کډوال دي."

ملګرو ملتونو په خپل راپور کې دا هم ویلي، چې راتلونکی کال به له ۲.۴ میلیونو ډېر کډوال بیا مېشتېدو ته اړتیا ولري، چې دا د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

راپور خبرداری ورکوي، چې د کډوالو د کړکېچ په زیاتېدو سره، په نړۍ کې د میلیونونو کډوالو د مخ په زیاتېدونکي ننګونو د حل لپاره بېړني اقدام ته اړتیا ده.

په ایران کې یو شمېر افغان کډوال. September 8, 2021

خو اروپايي ټولنې مخکې ویلي و، چې یوازې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې څه باندې ۹ زره افغانانو په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتنه کړې وه.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ شمېرې ښيي، چې د ۲۰۲۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې ۴۵ زره افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د يادې کمېشنرۍ په وینا له ۲۰۲۱ کال راهیسې ۱،۶ میلیونه افغانان د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

په ورته وخت کې په ګاونډیو هېوادونو کې یو شمېر افغان کډوال په درېیمو هېوادونو کې د دوی د مېشتېدو د بهیر له پڅوالي شکایت کوي.

یو پخوانی افغان سرتېری شمس چې له شاوخوا دوو کلونو راهیسې په ایران کې ژوند کوي ازادي راډیو ته وویل: "د بیا مېشتېدنې لپاره دې لومړیتوبونه معلوم شي او دا یوه بېړنۍ اړتیا ده، ځکه چې موږ په ایران کې ژوند کوو او په دې هېواد باندې بندیزونه ډېر دي، حکومت یې نه شي کولی ټولو کډوالو ته بشري خدمتونه وړاندې کړي."

دغه راز مرضیه محمدي چې له څه باندې یوه کال راهیسې په پاکستان کې د یوه غربي هېواد د تګ په انتظار کې ده وايي: "د افغانستان امنیتي حالت ښه نه دی چې خلک بېرته ستانه شي، بهر تګ ته هم لاره نه شته، ملګري ملتونه هم د دې کډوالو غږ نه اوري، د کډوالو یوازېنۍ غوښتنه دا ده چې د دوی کېسونه ژر پروسس شي."

ډېری افغانانو په وروستیو کلونو کې په ځانګړې توګه د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له دوهم ځلي واکمنۍ څخه وروسته د امنیتي ګواښونو، بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو له امله نورو هېوادونو ته پناه وړې ده.