غني: د مشروع او قانوني نظام جوړولو لپاره مرستې ته چمتو یم

د افغانستان مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني د مشروع او قانوني نظام په جوړولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې چمتو دی په دې برخه کې همکاري وکړي.

نوموړي طالبان په سیاسي ناتوانۍ تورن کړي او ویلي یې دي، د اوسنۍ کشالې حل د طالبانو او نورو سیاستوالو له وسه پورته دی.

محمد اشرف غني د اختر په مناسبت په خپله بیانیه کې، چې د دوشنبې په ماښام خپره شوه د مشروع نظام په هر څه ژر جوړېدو او قانونیت ټینګار کړی.

غني ادعا کړې، پرته له دې چې ځان ته څه وغواړي، چمتو دی چې په خپلو نظریاتو د دې لارې د نقشې په جوړولو او بریالي کولو کې مرسته وکړي.

هغه وويل: "موږ باید اوس ټوله هڅه د دې لپاره وکړو چې مشروع نظام ژر جوړ او قانونیت تامین شي، چې له موږ سره د ولس پاتې امانت وروسپارل شي. دغه هدف ته د رسېدو لپاره یوې درېیمې لارې ته اړتیا ده او زه بې له دې چې د وطن له خیر پرته ځان ته څه وغواړم، چمتو یم په خپلو نظریاتو د دغې لار نقشې په جوړولو او بریالي کولو کې مرسته وکړم."

محمد اشرف غني د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ له کابله ووت، چې ورسره طالبانو ارګ ونیوه او رسماً د افغانستان شل کلن جمهوري نظام ړنګ او پر ځای یې یو وار بیا طالبان واکمن شول.

طالبانو د مخکېني ولسمشر د وړاندیز په تړاو څه تبصره نه‌ده کړې، خو مخکې یې ټينګار کړی، چې د دوی نظام ټول‌ګډونه او قانوني دی.

د طالبانو حکومت د نړۍ هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی او عمده لامل یې هم د افغان ښځو او نجونو په شمول د بشري او نورو ټولنیزو حقونو په برخه کې د طالبانو سختدریځۍ یادېږي.

خو طالبان بیا وايي، چې دوی په هېواد کې امنیت راوستی او فساد یې له منځه وړی دی.

محمد اشرف غني د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ له کابله ووت، چې ورسره طالبانو ارګ ونیوه او رسماً د افغانستان شل کلن جمهوري نظام ړنګ او پر ځای یې یو وار بیا طالبان واکمن شول.

د تېر نظام یو شمېر لوړپوړي چارواکي، یو شمېر عام خلک او د غني منتقدان د جمهوري نظام د ړنګېدو پړه پر مخلوع ولسمشر اشرف غني اچوي.

غني بیا په خپل اختریز پیغام کې ویلي، چې طالبانو واک قبضه کړ، خو مشروعیت ته ونه رسېدل.

غني ویلي، سره له دې چې طالبانو یو څه کراري راويسته، خو د ده په خبره تاوتریخوالی یې ونه دراوه.

هغه طالبان په غچ اخیستې تورن کړي او ویلي یې دي، د دې غچ اخیستنې بیه افغانان، ښځې او نارینه ورکوي.

د ده په خبره، طالبانو د دایمي او عادلانې سولې پر ځای د منفي امنیت لاره غوره کړه.

غني ویلي، په جمهوریت کې هڅه وه، چې افغانستان د اسیا په متحرک زړه بدل شي، خو د ده په خبره د سمسورتیا دغه کاروان په نیمه لار کې ودرول شو.

غني ویلي، په جمهوریت کې هڅه وه، چې افغانستان د اسیا په متحرک زړه بدل شي، خو د ده په خبره د سمسورتیا دغه کاروان په نیمه لار کې ودرول شو.

ښاغلي غني ویلي، طالبان د روان بحران پر وړاندې بشري، مالي او تخنیکي امکانات نه‌لري.

د طالبانو په بیا واکمنېدو افغانستان چې وار د مخه له اقتصادي او سیاسي کړکېچونو سره مخ وو له یوه لوی بشري بحران سره مخ شو.

د لوږو او اړمنو خلکو شمېر په‌‌کې ۲۹ میلیونو کسانو ته لوړ شو.

دغه راز د نړیوالو مرستې له افغانستان سره بندې شوې او یوازې یوه لږه اندازه پیسې د بشري مرستو په نوم افغانستان ته رسیږي څو د ملګرو ملتونو او نورو خیریه موسسو پروژې پرې مخته لاړې شي.