اختر او د تودوخې لوړه درجه؛ خلک: د څارویو قرباني به د ډېرو ناروغيو لامل شي

ارشیف

لوی اختر ته یوازې درې ورځې پاتې دي، خو یو شمېر کابل ښاریان د لوړې تودوخې له وجې دې ته اندېښمن دي، چې د څارویو قرباني به د ډېرو ناروغیو لامل شي.

میر جنید چې د کابل ښار اوسېدونکی دی، وايي زړه نا زړه دی چې سږ کال قرباني وکړي که نه.

هغه وايي: "د کابل هوا ډېره ګرمه شوې او په ټولیزه توګه په ټولو سړو او ګرمو ولایتونو کې د تودوخې درجه ډېره لوړه شوې ده. زما او د نورو هېوادولو اندېښنه همدا ده چې قرباني وکړو او که نه، چې خدای مه کړه کومې ستونزې سره مخ نه شو."

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی احمد منصور هم ورته اندېښنه لري.

نوموړی وايي: "اختر را روان دی، قرباني کوو خو د ناروغیو څخه ډېر ډارېږو، هوا ډېره ګرمه ده."

د کابل ښار اوسېدونکې زیبا وايي، چې ځیني خلک په لوی اختر کې پاکوالي ته پاملرنه نه کوي او د قربانۍ کثافات هرې خوا ته غورځوي چې په خبره یې د ګڼ شمېر ناروغیو لامل کېږي.

زيبا ازادي راډيو ته وویل: "قرباني کوي، خو نظافت ته یې پاملرنه نه کوي. چټلي او کثافات هرې خوا ته د سرکونو په سر یې اچوي. دوی چې نظافت نه مراعتوي ډېرې ناروغۍ پیدا کېږي. زموږ او ډېرو خلکو ډار دا دی چې د کانګو په ناروغۍ اخته نه شو، موږ په کلیو کې قرباني کوو او نظافت یې مراعتوو."

د کابل ښار یوه څنډه. د کابل په شمول د افغانستان په ډېرو سیمو کې د ګرمۍ توده څپه راغلې ده.

دا چې په ګرمې هوا کې له څارویو ذبح شویو څارویو د ناروغیو د انتقال کچه څومره لوړه ده، د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر محب الله زغم یې په اړه وايي: "د څارویو په نس کې مختلف مکروبونه وي، چې کېدای شي په انسان کې ناروغۍ پیدا کړي. د بېلګې په توګه معرقه، نس ناستی، پېچش، تیتانوس. د بروسیلوسز مکروبونه په دغو موادو کې وي او که چېرې دا په سرخلاصو ځایونو کې وغورځول شي او په کثافت دانیو کې واچول شي، دا چې هوا اوس ګرمه ده، په ګرمې هوا کې دا مکروبونه لا فعالیږي او که څوک له هغه شیانو سره تماس کوي، ممکن چې ناروغ شي."

زغم زیاتوي، چې د دې کار د مخنیوي لپاره باید خلک د خپلو کورونو په انګړ کې او یا د کورونو شاوخوا ځمکه یو متر وکېندي او د څارویو د کلمو محتویات هلته ښخ کړي.

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې کابل د ښاروالۍ ریاست ویاند نعمت الله بارکزي ازادي راډیو ته په یوې رالېږلې ویډيو کې له خلکو غوښتي، چې د قربانۍ پر مهال د ښار پاکوالي ته دې پاملرنه وکړي.

نوموړی وايي: "لکه څنګه چې ښاريان پوهېږي د لوی اختر مخه ده، کابل ښاروالۍ په مشخص ډول ٨ ځايونه د څارویو د پېرولو لپاره ټاکلي دي، په دې ځایونو کې ډاکتران هم شته څو د حيواني ناروغیو څخه مخنيوی وشي. دا ځايونه د رسنیو له لارې اعلان شوي، زموږ هیله له ښاریانو دا ده چې له مشخصو ځایونو څخه څاروي واخلي او د ښار په پاکوالي کې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي."

دا اندېښنې داسې مهال دي، چې په افغانستان کې د هوا د تودوخې په لوړېدو سره لا د مخه ناروغۍ زیاتې شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' د غبرګولي په ۲۹مه ویلي وو، چې په وروستیو دوو اوونیو کې د ډينګي، کانګو تبې او کولرا ناروغیو پېښې د پخوا په پرتله ډېرې شوې دي.