په کندهار کې د الوچو حاصلات ډېر شوي

په کندهار کې یو بڼوال د الوچو حاصلات په کارتنونو کې بسته بندي کوي او بیا یې مارکېټ ته انتقالوي.

په کندهار کې د الوچو حاصلات ډېر شوي دي.

د کندهار د کرنې ریاست د معلوماتو پر اساس، په دغه ولایت کې پر ۹۰۰ هکټاره ځمکه د الوچو کورني باغونه شته چې کلني حاصلات یې ۴۹۵۰ زره میټرک ټنو ته رسېږي.

بلخوا د الوچو د حاصلاتو په راټولو بوخت ځوانان وايي، خوشحاله دي چې تر یوې اوږدې بې‌کارۍ وروسته ورته د کار زمینه برابره شوې.

په دې اړه نور تفصيل د لاندې په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د الوچو راپور