د امريکا او چين بهرنيو چارو وزيرانو خبرې؛ دواړو لوریو رڼې او رغنده وبللې

د عکس ښي لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن او پلاوی یې او چپ لور ته د هغه چینايي سیال کین ګانګ او پلاوی یې د خبرو پر مهال

د امریکا او د چین د بهرنیو چارو وزیرانو پرون یکشنبې د چین په پلازمېنه پېکېنګ کې خبرې ترسره کړې، چې دواړو لوریو هغه رڼې او رغنده خبرې یادې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پرون یکشنبې په پېکېنګ کې له خپل چینایي ساري کین ګانګ سره خبرې ترسره کړې، چې پنځه‌نیم ساعته یې دوام وکړ.

دواړو لورو دغه خبرې رغنده او څرګندې یادې کړې.

بلېنکن له خبرو وروسته په یوه بیان کې وویل، اړتیا ده چې د غلط فهمۍ او غلطې محاسبې خطر کم شي.

هغه وویل چې کین ګانګ دا روښانه کړې چې ټایوان د چین او متحدو ایالتونو په اړیکو کې تر ټولو مهمه مسئله ده.

دا چین ته په پنځو کلونو کې د امریکا د بهرنیو چارو د یوه وزیر لومړنی سفر دی.

امریکایي چارواکو له دغو خبرو مخکې ویلي چې د نړۍ د دغو سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو د هواري چانس دومره زیات نه‌دی.

دواړه هېوادونه له ټایوان نه نیولې، د سوداګرۍ او د پېکېنګ د بشري حقونو تر سابقې پورې پر یو لړ موضوعاتو اختلافات لري.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې په ټوله نړۍ کې د مسایلو پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې دومره خرابې شوي، چې ورسره داسې اندېښنې راپورته شوې چې ښایي یوه ورځ د چین اوامریکا ترمنځ د ټایوان پر سر چې چین یې د خپلې خاورې برخه بولي، نښته رامنځته شي.

د راپور له مخې له چین څخه د بلېنکن کتنه نړیوال هم له نږدې تعقیبوي ځکه د دواړو ځواکمنو هېوادونو په اړیکو کې کړکېچ کولای شي د نړۍ پر چارو، له مالي مارکېټونو نه رانیولې تر د سوداګرۍ پر لارو چارو او د نړۍ د تامیناتو پر ځنځیر ناوړې اغېزې وکړي.

تمه کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن به نن دوشنبې د جون تر ۱۹ پورې په چین کې پاتې شي، خو دا معلومه نه‌ده چې ایا هغه به د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره هم وګوري او که نه؟