قاضي: طالبان له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکو کې توازن نه شي ساتلی

په نیمروز کې د طالبانو د نظامي تمریناتو یو انځور

د طالبانو تر ولکې لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې د طالبانو پوځیانو د پنج شنبې په ورځ د نیمروز په زرنج ولسوالۍ کې پوځي تمرینات وکړل.

د دې اژانس په وینا، په دغو تطبیقاتو کې سپکې او درنې وسلې هم ازمویل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هلمند سیند د اوبو د حق پر سر د ایران او طالبانو ترمنځ په وروستیو کې لفظي ناندرۍ زیاتې شوي دي.

له پاکستان سره هم کله ناکله د وسله والو شخړو راپورونه ورکول کېږي او په وروستیو کې تاجکستان هم ویلي، چې د خپلو جنوبي سرحدونو د خوندیتوب په باب اندېښنه لري.

زموږ همکار پر دغو مسایلو، د سیاسي مسایلو له لندن مېشتي شنونکي انور قاضي سره مرکه کړې او په پیل کې یې پوښتلی، چې د ایران پولې ته څېرمه د پوځي تمریناتو معنی څه ده؟

Your browser doesn’t support HTML5

قاضي سره مرکه