زیلینسکي: پر اوکراين کې د روسيې له يرغل راهیسې ۵۰۰ ماشومان وژل شوي

د اوکراین په ماریپول کې د روسي ځواکونو له لوري په یوه روغتون کې د ماشومانو په ګډون ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه. March 9, 2022

د اوکراین ولسمشر وايي، پر دغه هېواد د روسیې له یرغل وروسته په بېلابېلو حملو کې لږ تر لږه ۵۰۰ اوکرایني ماشومان وژل شوي دي.

د اوکراین چارواکو نن یکشنبه ویلي، د اوکراین په دنیپرو ښار کې یوې هوايي حملې چې د استوګنې یوه ساحه یې په نښه کړې یو دوه کلن ماشوم وژلی دی.

په دنیپروپیټروفسک کې د پوځي ادارې مسوول سرهی لیساک د ټلېګرام په یوه پیغام کې ویلي، په دې حمله کې چې پرون شنبه ناوخته شوې، د پنځو ماشومانو په ګډون ۲۲ نور کسان ټپیان شوي دي.

د هغه په خبره دا حمله د دوو دوه منزله ودانیو، لسو شخصي کورونو، یوه دکان او د ګازو نل‌لیکې د قسمي تخریب سبب شوې ده.

تر دې حملې وروسته د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي نن وویل، چې پر اوکراین د روسیې د یرغل له کبله چې ۱۶ میاشتې یې شوي، لږ تر لږه ۵۰۰ اوکرایني ماشومان وژل شوي دي.

ولسمشر زیلینسکي پر دنیپرو تازه هوايي حمله غندلې او د روسیې کار یې بللی دی.

هغه پرون ناوخته په خپل فېسبوک کې لیکلي، چې روسیې یو وار بیا ثابته کړه، چې یو تروریستي دولت دی.

زیلینسکي ویلي روسان به د هغه څه مسؤل وګڼل شي، چې د اوکراین پر ملت او وګړو یې راوستلي دي.

چارواکي وايي، د هوايي مدافع دستګاوو په پلازمېنه کییف کې د بې‌پېلوټه الوتکو او توغندیو یوه څپه شنډه کړې ده.

په وروستیو اوونیو کې پر اوکراین د روسیې هوايي حملې شدیدې شوې دي.

کییف له میاشتو راهیسې وايي، چې د مسکو د 'یرغلګرو ځواکونو' په وړاندې پراخو ځوابي عملیاتو ته ځان چمتو کوي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي په هغه مرکه کې چې والسټریت ژورنال ورځپاڼې پرون خپره کړه ویلي، چې هېواد به یې دغه تهاجمي عملیات چې له اوږدې مودې یې انتظار کېده، پیل کړي.

هغه ویلي، د دغو عملیاتو هدف د هغو ساحو بېرته نیول دي، چې روسیې د ۲۰۲۲م کال له فبرورۍ میاشتې وروسته لاندې کړې دي.