نړۍ
چارواکي: د اوکراین په دنیپرو کې د هوايي حملې له امله یوه دوه کلنه نجلۍ وژل شوې

د اوکراین چارواکو نن یکشنبه ویلي، د اوکراین په دنیپرو ښار کې یوې هوايي حملې چې یوه استوګنیزه ساحه یې په نښه کړې یو دوه کلنه نجلۍ وژلې او ۲۲ نور کسان ټپیان کړي دي.
د دنیپرو والي وايي، دغه حمله چې ولسمشر ولودمیر زیلینسکي د روسیې کار بللی، د یوې دوه منزله ودانۍ، لسو شخصي کورونو، یوه دوکان او د ګازو نللیکې د قسمي تخریب سبب شوې ده.
په وروستیو اوونیو کې پر اوکراین د روسیې هوايي حملې شدیدې شوې دي.
کییف له میاشتو راهیسې وايي، چې د مسکو د یرغلګرو ځواکونو په وړاندې پراخو ځوابي عملیاتو ته ځان چمتو کوي.
ولسمشر زیلینسکي په هغه مرکه کې چې والسټریت ژورنال ورځپاڼې پرون خپره کړه ویلي، چې هېواد به یې دغه تهاجمي عملیات چې له اوږدې مودې یې انتظار کېده، پیل کړي.
اوکراین غواړي هغه ساحې بېرته ونیسي، چې روسیې د ۲۰۲۲م کال له فبرورۍ میاشتې وروسته نیولې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د روسیې پر والګاګراد ښار د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو حملو مالي زیانونه اړولي دي

د روسیې د جنوبي سیمې والګاګراد چارواکي وايي چې د اوکراین د ویشتل شویو ډرونونو د ټوټو د راپرېوتو له کبله د اورګاډي د بریښنا یو سیسټم ویجاړ شوی او د رېلونو تګ راتګ له خنډ سره مخامخ شوی دی.
د والګاګراد والي اندرې بوښاروف پر خپله ټلګرام پاڼه په یوه بیان کې وویل چې دې ډرونونو یا بې پیلوټه الوتکو انساني تلفات نه دي اړولي.
د روسیې دفاع وزارت پر خپله ټلګرام پاڼه ویلي دي چې د هوايي مدافعې ځواک یې په والګاګراد کې د اوکراین نهه ډرونونه ویجاړ کړي دي. دې وزارت ویلي دي چې روسیې تېره شپه د دې هېواد په ۱۲ سیمو او همداراز په تورسمندرګي او کریمیا ټاپووزمه کې د اوکراین ۹۹ ډرونونه له منځه وړي دي.
اوکرایني چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
اسراییلو د غزې په دریو سیمو کې وقفه یي اوربند اعلان کړی

اسراییلو اعلان کړی چې د غزې په دریو ساحو کې یې په جګړو کې محدوده وقفه راوستې ده. د دې اعلان هدف دا دی چې په دې تړانګه کې د راغلي بشري ناورین له مصیبت ځپلو سره مرستو ته موقع ورکړل شي.
د اسراییلو پوځ نن سهار وختي وویل چې دا تکتیکي وقفه به د غزې په ښار، دیر البلاح او مواصي سیمو کې تر بل اعلان پورې هره ورځ د لسو ساعتونو لپاره اخیستل کېږي.
په دې سیمو کې وقفه یي اوربند وروسته له هغه اعلانېږي چې په غزه کې د پوځي عملیاتو پرمهال د اسراییلو اقداماتو د نړیوالو سخت غبرګونونه وپارول او په دې سیمه کې د قحطۍ د ګواښ په اړه اندېښنې څرګندې شوې.
په میشیګن ایالت کې ۱۱ تنه د چړې په ګزارونو ټپیان شوي دي

د امریکا په میشیګن ایالت کې یوه کس ۱۱ تنه د چړې په ګزارونو ټپیان کړي دي.
پیښه تیره شپه د دغه ایالت د تراورس ښار په یوه سوپر مارکیټ کې شوې او بریدګر د خلکو په مرسته د پولیسو منګولو ته لویدلی دی.
تراوسه د پیښې انګیزه معلومه نه ده او د بریدګر د هویت په اړه هم څه نه دي ویل شوي.
د جرمني خبري اژانس لیکلي، ټپیان په یوه ځایي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
غزه کې د هوا له لارې د مرستو ویش پيل شوی، ځمکنی بشري دهلیز هم پرانستل کیږي

د اسراییل پوځ وایي، له تیرې شپې راهیسې په غزه کې د هوا له لارې د مرستې اچولو چاره پيل شوې ده.
پوځ له دې اعلان سره همهاله ویلي چې غزې ته د مرستې رسولو لپاره به د ملګرو ملتونو کاروانونو ته هم یو بشري دهلیز پرانستل شي.
معلومه نه ده چې د هوا له لارې د غزې په کومو سیمو کې څه اندازه مرستې اچول کیږي، خو د اسراییل پوځ د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې مرستو کې اوړه، بوره او په ډبیو کې پاخه شوي خواړه شامل دي.
غزې ته د مرستو رسولو چاره داسې مهال پيل شوې چې ملګرو ملتونو ویلي، د دغې تراړې شاوخوا دوه میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخامخ دي.
زاهدان ښار کې پر محکمې برید کې د بریدکوونکو په ګډون ۹ تنه وژل شوي

د " جیش العدل" ډلې غړو د ایران سیستان بلوچستان ولایت کې پر یوې محکمې برید کړی چې ۶ تنه یې وژلي او ۲۲ نور یې ټپیان کړي دي.
د ایران د سپاه پاسدران د عامه اړیکو څانګې نن شنبه په زاهدان ښار کې له شوې دغې حملې څو ساعته وروسته د مرګ ژوبلې دا شمیرې خپرې کړې دي.
برید کې د لږ تر لږه ۳ حمله کوونکو د وژنې راپور هم ورکړل شوی دی.
د ایران قضایه قوې دا برید " ترهګریز" بللی دی.
جیش العدل د برید مسولیت منلی دی.
دغه ډله چې ایران او امریکا یې د " ترهګرو" په توګه پيژني ادعا کوي چې د بلوڅ لږکیو د حقونو د دفاع په خاطر د ایران له حکومت سره جګړه کوي.
ټرمپ سکاټلنډ ته د سفر پر مهال کډوال د اروپا لپاره لوی ګواښ بللی دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ ناوخته د پنځه ورځني سفر په موخه سکاټلنډ ته رسیدلی دی.
هغه به د یکشنبې په ورځ د بریتانیا له صدر اعظم کایر سټارمر او د اروپایي کمیسیون له مشرې اورزلا فون دیرلاین سره وګوري.
هغه له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، کډوال د اروپا لویه وچه " وژني" او په خبره یې اروپایي هېوادونه په ګډه باید د کډوالو مخنیوي ته کار وکړي.
د جرمني ډي.پي.اې اژانس وایي، د سکاټلنډ په ایدینبورګ او ابیرډین سیمو کې د ډونالډ ټرمپ د سفر په ضد مظاهرې هم پلان شوي دي.
د هند پولیسو د یوه (جعلي سفارت) څښتن نیولی

د هند پولیسو نوي ډیلي ته نژدې په اتراپردیش کې هغه ۴۷ کلن کس نیولی چې د خلکو د غولولو او غلا لپاره یې جعلي سفارت جوړ کړی و.
پولیسو ویلي، هارش واردان جین د خپلو چارو لپاره یو کور کرایه کړی و او له خلکو یې په دې پلمه پیسې اخیستې چې ګواکې بهرنیو کمپنیو کې ورته د کار زمینه برابروي.
نوموړي ځان " د شمالي قطب د لویدیځ " سفارت مشر معرفي کړی و او خپلو موټرو ته یې جعلي ډيپلوماتیک نمبر پلیټونه نصب کړي وو.
هغه د خپلې ادعا د اثبات لپاره پر ټولنیزو پاڼو د هند له مشرانو سره جعلي انځورونه هم خپرول.
پولیسو د دغه کس پر کرایي کور د چاپې پر مهال ۵۳ نیم زره ډالر او داسې جعلي پاسپورټونه او اسناد نیولي چې د بهرنیو چارو وزارت ټاپه یې هم درلوده.
ایران او اروپايي هیوادونو د خبرو پر دوام موافقه وکړه

د ایران د باندنیو چارو وزارت مرستیال، کاظم غریبآبادي، د جمعې په ورځ له استانبول څخه خبر ورکړی چې تهران له اروپايي اړخونو سره د ایران د اتومي دوسیې په اړه د "سلا مشورو په دوام" باندې توافق کړی دی.
هغه په یوه پیغام کې چې په ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې یې خپور کړی، لیکلي:
«موږ د دوی د وروستي تیریګر جنګ په اړه د هغوی پر دریځونو کلکه نیوکه وکړه، او خپل اصولي دریځونه مو، په ځانګړې توګه د 'سنپبک' په نوم د میکانیزم په اړه، واضح کړل.»
تر دې مخکې ځینو خبري آژانسونو راپور ورکړی و چې د استانبول خبرې ښايي پر ایران د بندیزونو پر بیا وضع کولو متمرکزې وي.
غریبآبادي په خپل پیغام کې دا هم ویلي: «دواړو خواوو مشخصې طرحې درلودې چې بېلابېل اړخونه یې وڅېړل شول او پرېکړه وشوه چې مشورې به دوام ومومي.»
هغه د دغو "مشخصو طرحو" جزئیات نه دي څرګند کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیالانو او د فرانسی، جرمني او بریتانیا استازو د جمعې په ورځ، (جولای ۲۵)، په استانبول کې خبرې پیل کړې. دا خبرې د ایران د اتومي پروګرام د لانجې د حل لپاره د نوې هڅې په چوکاټ کې ترسره کېږي.
دا وروسته له هغه چې تېره میاشت د اسراییل او ایران ترمنځ ۱۲ ورځنی جګړه وشوه، د ایران د اتومي پروګرام په اړه د ایران او درې اروپايي هېوادونو ترمنځ لومړۍ ناسته وه.
د چیچنیا مشر له ډوبېډو وژغورل شو

د چیچنیا مشر رمضان قدیروف د ترکیې په بودروم ښار کې له ډوبېدو وژغورل شو.
د ترکیې رسنیو پرون (جمعه) راپور ورکړ چې پېښه د پنجشنبې په ورځ د بودروم ښار د کاینار ولسوالۍ په یوه پنځه ستوریز هوټل کې هغه مهال وشوه، چې رمضان قدیروف اوبو ته ځان واچاوه او لږ وروسته بېهوشه شو.
د راپورونو له مخې، هغه د لامبو لپاره اوبو ته ننوت، خو ناڅاپه یې کنټرول له لاسه ورکړ او تر اوبو لاندې شو.
د ترکیې ساحل ساتي ځواک او د هوټل کارکوونکو د هغه د خراب حالت له لیدو وروسته سمدستي مداخله وکړه او هغه یې له اوبو راوایست.
سعودي عربستان په سوریه کې له ۴ تر ۶ میلیارد ډالره پانګونه کوي

د سعودي عربستان یو لوی سوداګري پلاوی دمشق ته تللی چې په سوریې کې له څلور تر شپږ میلیارد ډالرو پورې د پانګونې موافقې لاسلیک کړي.
دا پلاوی چې مشري یې د سعودي د پانګونې وزیر خالد بنعبدالعزیز الفالح کوي، د شاوخوا ۱۳۰ سترو سعودي سوداګرو په ملتيا روانه اوونۍ (د زمري میاشتې په لومړۍ نېټه) دمشق ته ورسېد او د سوریې د دوه ورځني پانګونې په کنفرانس کې یې ګډون وکړ.
سعودي عربستان، ترکيه او متحده عربي امارات د سوریې د مؤقت حکومت تر ټولو مهم ملاتړي بلل کېږي.
د سوریې د اطلاعاتو وزیر، حمزه المصطفی، ویلي چې سعودي پلاوی به د دې سفر په ترڅ کې د سوریې له حکومت سره له ۴ تر ۶ میلیارد ډالرو په ارزښت موافقې لاسلیک کړي. خو د سعودي رسمي خبري آژانس د څلور میلیارد ډالرو د موافقو یادونه کړې ده.