ایم‌ ایس ایف: تېر کال په بامیان کې تر ۴۰ سلنه زیاتو مېرمنو کور کې ماشومان زېږولي

ارشیف: د بامیان یوه څنډه

د بې پولې ډاکترانو بنسټ یا 'ایم ایس ایف' وايي، په ۲۰۲۲ کال کې د بامیانو په ولایت کې تر ۴۰ سلنې زیاتو مېرمنو له مسلکي روغتیايي مرستې پرته په کور کې ماشومان زېږولي دي.

دغه سازمان په یو راپور کې چې نن خپور شو لیکلي، سږ کال یې په بامیانو کې ۸ روغتیايي مرکزونه جوړ کړي، خو بیا هم د دغه غرني ولایت په لرو پرتو سیمو او کلیو کې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

د بې‌ پولې ډاکترانو د بنسټ د روغتیايي چارو د همغږۍ مرستیال ډاکتر همایون همت ازادي راډيو ته وویل، په هر روغتیايي مرکز کې یوازې یوه ښځینه ډاکټره یا قابله ګومارل شوې ده.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "په ټول افغانستان کې نظر د خلکو شمېر او اړتیا ته چې موږ یې لرو او د افغانستان جغرافیې ته په کتلو سره دا صحي امکانات کافي نه دي. ښځینه کارکوونکو، درملو او په لرې پرتو سیمو کې یوه پرمختللي کلینیک ته جدي اړتیا ده، ځکه د بامیانو غوندې ولایت کې ژمی ډېر سخت وي، لارې بندې وي."

د ده په خبره د بودجې د کمښت له امله په دې نه دي توانېدلي چې نور کلينيکونه جوړ کړي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان ازادي راډيو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي: "په ولایتونو او لرو پرتو سیمو کې یې په دې وروستیو کې ۲۰۰ کلینیکونه جوړ شوي او اوس هم په کار بوخت یو. په ځانګړې توګه ۱۰۰ روغتیایي مرکزونه موږ د مور او ماشوم لپاره جوړ کړل او اوس موږ ۱۷۰ نور د جوړولو اراده لرو."

ایم ایس ایف دغه شان ویلي چې طالب په واکمنۍ کې د ښځو د تګ راتګ د ازادۍ او د کار او زده کړې په برخه کې د جنسیتي محدودیتونو له امله افغان مېرمنې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې ستر خنډونه لري.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د ۳۴ میلیونه وګړو بې‌وزلي د دې لامل شوې چې د ناروغانو د لېږد د لوړ لګښت له امله دوی د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته د تګ لپاره اوږد واټن سفر نه شي کولی.

د بې پولو ډاکترانو سازمان په خپل راپور کې ویلي، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته بهرنۍ پراختیايي بودیجه بنده شوه، همداسې په امریکا او نورو هېوادونو کې د افغانستان شتمنۍ بندې شوې او ګڼ نړیوال موسسات له دغه هېواده ووتل.

د دې سازمان په وینا، دا وضعیت روغتیايي خدماتو ته د خلکو لاسرسی ستونزمنوي.