ملګري ملتونه: په افغانستان کې ورځ تر بلې د خوراکي توکو خوندیتوب له منځه ځي

ارشیف: په کابل کې د یوې نانواني مخې ته منتظرې اړمنې مېرمنې او ماشومان

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې او خوړو سازمانونه افغانستان یو له هغو هېوادونو بولي چې ورځ تر بلې په کې د خوراکي توکو خوندیتوب له‌منځه ځي.

فرشته کونډه ده او د ژوند ناخوالو مجبوره کړې چې له ارزګانه کندهار ته کډه شي، خو ښکاري چې هلته یې هم د ژوند څرخ چندان ښه نه ګرځي.

هغه له فقر او بې‌وزلۍ شکایت کوي او وايي، ماشومان یې وږي بیده کېږي او د خوړو لپاره څه نه‌لري.

نوموړې وايي: "څلور پنځه کوچنیان لرم، یو مې خسر دی او یوه زه یم. څپلیو ته زه حیرانه یم، ډوډۍ ته زه حیرانه یم، ژوند او زنده‌ګۍ لا پسې حیرانه کړې یم. یو لسګون نه‌لرم چې پرې خپلو مسکینانو ته یو څه واخلم."

ارشیف: په کندهار کې د یوې کونډې دسترخوان

دا ښايي په افغانستان کې د هغو ۲۸ میلیونونو افغانانو برخلیک وي چې د ملګرو ملتونو سازمان د شمېرو له مخې، اوسمهال له ناوړه بشري وضعیت سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

هاخوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې او خوړو سازمانونو پرون یوه ګډ راپور کې افغانستان یو له هغو هېوادونو بللی چې چې ورځ تر بلې په کې د خوراکي توکو خوندیتوب له‌منځه ځي.

د دې ادارو ګډ راپور ښيي چې افغانستان، نایجیریا، سومالیا، جنوبي سوډان او یمن په لوړه کچه د خوړو د خوندیتوب په برخه کې له ګواښ سره مخ دي.

راپور کې ۱۸هېوادونه یاد شوي چې ۲۲ نقطو کې یې د لوږې ګواښ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

په دې راپور کې د خوړو د نړیوالو پروګرام د رییس سېنډې مکین له قوله لیکل شوي: "نه یوازې دا چې د نړۍ په ډېرو برخو کې خلک وږي دي، بلکې د لوږې شدت تر بل هر وخت ډېر شوی دی."

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې او خوړو سازمانونو په ګډ راپور کې په ګرمو سیمو کې د لوږې ډېرېدونکی بحران د اندېښنې وړ بلل شوی او تر څنګ یې جګړه، اقلیمي بدلون او اقتصادي ضربې د ناورین د زیاتېدو لاملونه یاد شوي.

په خوست کې بې روزګاره خلک له اقتصادي ستونزو شکایت کوي. 02-12-2021

په دې راپور کې د خوړو او کرنې سازمان د عمومي رییس کیو ډنګیو له قوله لیکل شوي، اړتیا ده چې د خوړو د نه خوندیتوب اصلي لاملونو ته د رسېدو لپاره اوږدمهاله حللارې وړاندې شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې او خوړو سازمانونو په ګډ راپور کې دا خبرداری هم ورکړل شوی چې د ټیټ او متوسط عاید لرونکي عاید هېوادونو کې اقتصادي ضربو د خوړو د نه خوندیتوب بحران د زیاتېدو سره مرسته کړې ده.

د تېر کال په وروستیو کې د نړیوال بانک راپور وښوده چې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته، په افغانستان کې د سړي سر عاید له درېیو برخو یوه برخه ټیټ شوی او تر خوا یې دا وړاندوینه هم کړې وه چې سږ کال به د افغانستان اقتصاد ۳۴ سلنه نور هم خراب شي.

ارشیف: په کابل کې بې وزله مېرمنې

د ازادي راډیو خبریال د طالبانو له حکومته د دې راپور او په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د دوی د تګلارې په اړه وپوښتل، خو ځواب ورنه‌کړ، مګر وړاندې یې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو سره خبرو کې د دې وضعیت یو لامل د بهرنیو هېوادونو بندیزونه بللي دي.

د طالبانو اوسني رژیم په افغانستان تر بیا ځلۍ واک ترلاسه کولو وروسته، د اقتصادي ځان بساینې لپاره تر ډېره د کانونو په استخراج تکیه کړې چې له دې لارې یې هم هغه ډول اړینه ده د افغانانو اقتصادي اړتیاوو ته ځواب نه‌دی ورکړی.