تاجکستان د افغانستان اوسني شرایط د سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ بولي

د طالبانو بیرغ

په ملګرو ملتونو کې د تاجکستان دایمي استازی جاني بیک حکمت د افغانستان اوسني شرایط د سیمې او ټولې نړۍ لپاره جدي امنیتي ګواښ بولي.

نوموړی وايي، له افغانستانه سیمې او نړۍ ته ترهګري، بنسټپالنه، د نشه‌يي مواد قاچاق او ګډ امنیتي ګواښونه سرچینه اخلي.

هغه پرون د ملګر ملتونو سازمان په عمومي غونډه کې وویل، اړتیا ده سیمه او نړۍ له دې ګواښونو سره په ګډه مبارزه وکړ.

په ملګرو ملتونو کې د تاجکستان دایمي استازی جاني بیک حکمت

نوموړی وايي: "د اسیا او اروپا ترمنځ د وصل د ټکي په توګه د مهم جغرافیایی موقعیت په درلودو سره، په ځانګړي توګه په افغانستان کې له وروستیو بدلونونو سره منځنۍ اسیا د سیمې په امنیت کې مهم رول لري. له افغانستان څخه د نشه‌يي موادو قاچاق او د ترهګرو او بنسټپالو پراخ فعالیتونو ته په کتو، د افغانستان اوسني شرایط زموږ سیمې او ټولې نړۍ ته یو جدی امنیتي ګواښ دی."

د طالبانو له حکومت مو په دې اړه د دوی غبرګون وغوښت، خو ویاند یې ځواب رانه‌کړ، مګر له دې وړاندې یې دا ډول ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي، افغانستان د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه‌دی.

خو په ملګرو ملتونو کې د تاجکستان دایمي استازی وايي، دوی به د دې ګواښونو د مخنیوي او د سیمه‌‌ییزې همکارۍ او همغږۍ د پیاوړتیا لپاره افغانستان سره په پوله امنیتي کمربند جوړ کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي غونډه کې د ازبکستان دایمي استازي بختیار ابراګیموف د افغانستان اوسني وضعیت ته کتو وویل، په دې هېواد کې اوږد‌مهاله سوله د منځنۍ او جنوبي اسیا په نښلولو کې مهم رول لوبولی شي.

هغه دا هم وویل چې، دوی چمتو دي چې د سیمې هېوادونو په ګډه کار وکړي، څو افغانستان په سیمه‌ییزو اقتصادي بهیرونو کې شامل کړي، افغانانو سره بشري مرستې پراخې کړي او مهمې ټولنیزې او زېربنايي پروژې مخ‌ته یوسي.

د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې یو انځور

د ملګرو ملتونو عمومي سازمان پرونۍ غونډه کې چې یو مهم بحث یې په مرکزي اسیا کې سوله او ثبات و، د قزاقستان استازي په الماتا کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د فعالیتونو د همغږي کولو لپاره د یوه مرکز له جوړېدو خبر ورکړ.

اکان رخمتولین وویل، دا مرکز به د افغانستان له کړکېچنو حالاتو سره مرسته وکړي.

نوموړي وويل: "موږ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د فعالیتونو د هغمږي کولو لپاره د همغږۍ مرکز یا ایس ډي جي "SDG" په د قزاقستان په الماتا کې پرانېزو. دا مرکز به د ملګرو ملتونو سیمه‌ییز فعالیتونه سره همغږی کړي، څو منځنۍ اسیا په یوه با ثباته، امنه او دوامداره پراختیايي سیمه واړوي. دا مرکز به د افغانستان له کړکېچنو حالاتو سره هم مرسته وکړي. قزاقستان د یوه پرمختللي، خپلواک، بې طرفه او متحد افغانستان غوښتونکی دی چې له خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې ژوند وکړي، له همدی امله موږ په دې هېواد کې د ملت جوړونې له ستونزمنې پروسې او د مرستې رسونې له چارو ملاتړ کوو."

قزاقستان داسې مهال په الماتا کې د ملګرو ملتونو د فعالیتونو د هغمږي کولو لپاره د همغږۍ مرکز له جوړولو خبر ورکوي چې د تېر په پرتله په افغانستان د ملګرو ملتونو سازمان فعالیتونه کم شوي.

وروسته له دې چې طالبانو د تېر کال په ډسمبر میاشت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان په ادارو کې د ښځو په کار کولو بندیز ولګاوه، یوناما له خپلو کارکوونکو وغوښتل چې په کور کېني او دفترونو ته ولاړ نه‌شي.

که څه هم د ملګروملتونو سازمان ویلي، افغانستان کې به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي، خو له دوی سره د ښځو د کار کولو پرته به، د افغانانو وضعیت ته چې بحراني دی، رسېدنه سخته وي.

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون، د نشه‌يي موادو قاچاق، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو نه خوندیتوب او د یوه همه‌شموله حکومت نه جوړېدل، هغه څه دي چې د سیمې هېوادونه او نړیواله ټولنه یې په اړه اندېښنه ښيي او له طالبانو غواړي چې په دې برخه کې کوټلي او بېړني ګامونه واخلي.

خو د طالبانو حکومت بیا دا مسایل د افغانستان کورني موضوعات بولي او وايي، اړتیا نه‌شته چې په دې برخه کې د نورو فرمایشونه ومني.