د پوليو مخنيوي څه ډول کېدای شي؟

ارشیف: په کابل کې واکسیناتورانې د واکسین د تطبیق پر مهال

د دوشنبې په ورځ د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ یا پولیو ضد واکسین فرعي کمپاین پیل شوی.

د دغه کمپاین په ترڅ کې به چې تر پنجشنبې، د مې تر ۱۸مې نېټې پورې دوام وکړي، د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په وینا له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۶ ميلیونه ماشومان واکسین شي.

د پولیو ضد واکسین دغه کمپاین داسې مهال پیلېږي چې په وروستیو څلورو ورځو کې په ننګرهار کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې.

دا په روان ۲۰۲۳ کال کې د پولیو لومړنۍ مثبتې پېښې دي چې یوه یې د دې ولایت په بټي کوټ او بله په کوټ ولسوالیو کې ثبت شوې دي.

تېر۲۰۲۲ کال هم په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

نوریاس نوري په دې اړه چې ګوزڼ یا پولیو څه ډول ناروغي ده، د مخنیوي لارې چارې یې څه دي او په دې برخه کې مسوولیت څومره میندو او پلرونو ته متوجه دی، د داخله ناروغیو له متخصص ډاکټر خیبر خان کلیوال سره مرکه کړې ده.

دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

کلیوال سره مرکه