لاهور ته له رسېدو سره سم زرګونه کسانو د 'عمران خان' تود هرکلی وکړ

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او مخکینی صدراعظم عمران خان وروسته تر دې چې له توقیف څخه خوشې شو، لاهور ته ورسېد.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او مخکینی صدراعظم عمران خان وروسته تر دې چې له توقیف څخه خوشې شو، لاهور ته ورسېد او د ده په زرګونو پلویانو د خپل مشر هرکلی وکړ.

ده تېره شپه تر خپل سفر مخکې په اسلام‌اباد کې د سترې محکمې مخې ته وویل چې پوځیانو دی نه و نیولی، اختطاف کړی یې و.

بل لور ته د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د سترې محکمې پر پرېکړه انتقاد کړی دی.

سترې محکمې پرون وویل چې عمران خان تر راتلونکې چهارشنبې څوک نه‌شي نیولی.

د عمران خان ملاتړیو د خپل مشر تر نیولو وروسته خونړۍ مظاهرې وکړې.

اسوشېټېډپرېس اژانس خبر ورکوي چې د مظاهرو په ترڅ کې په پاکستان کې نږدې درې زره کسان نیول شوی دې او تر دوه سوه ډېر پولیس ټپیان شوي دي.

د وژل شویو مظاهره‌چیانو په برخه کې دقیقې شمېرې لا هم نه‌دي خپرې شوي.