پاکستان کې د تاوتریخجنو اعتراضونو دوام؛ ملګرو ملتونو پرې اندېښنه وښوده

د پاکستان کراچۍ کې د عمران خان د پلویانو د اعتراضونو انځور

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د پاکستان پرروان وضعیت اندېښنه ښکاره کړې او غوښتنه یې کړې چې په دې هېواد کې دې د قانون حاکمیت ته درناوی وشي.

په هغې اعلامیه کې چې تېره شپه ناوخته د ملګرو ملتونو پر ویبسایټ خپره شوې ویل شوي چې انټونیو ګوټېرېش د پاکستان د مخکیني صدراعظم عمران خان له نیول کېدو وروسته پیل شویو اعتراضونوته ته پام اړولی اوله ټولو اړخونو یې غوښتي چې له تاوتریخوالي لاس واخلي.

هغه ټینګار کړی چې د سوله ییزو لاریونونو باید درناوی وشي.

د پاکستان د انګریزي ژبې ډان ورځپاڼې د راپور له مخې په پېښور کې تېره شپه قهرجنو معترضینو څو امبولانسونو ته اور ورته کړ.

دغه څرکندونې داسې مهال کېږي چې د عمران خان د پلویانو اعتراضونه نن درېیمې ورځې ته غځېدلي دي.

د پاکستان د انګریزي ژبې ډان ورځپاڼې د راپور له مخې په پېښور کې تېره شپه قهرجنو معترضینو څو امبولانسونو ته اور ورته کړ.

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف پاکستان ګوند غړیو ادعا کړې چې پولیسو معترضان ځپلي او شکنجه کړي دي.

پرون په پنجاب او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې مظاهرې پر تاوتریخوالي واوښتې او رسنیو د اتو تنو د وژل کېدو او لسګونو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

خو دغه ارقام تر اوسه په رسمي توګه نه دي تایید شوي.

د پاکستان پولیسو ویلي چې په پنجاب کې له زرو زیات او په خیبرپښتونخوا کې څو سوه تنه یې د تاوتریخوالي له امله نیولي دي.

عمران خان د سې شنبې په ورځ د فساد د تورونو له امله په اسلام آباد کې ونیول شو.

نوموړی پرون په یوه ځانګړې محکمه کې چې د امنیتي دلایلو له امله د پولیسو په یوه ماموریت کې جوړه شوې وه، راڅرګند شو.

محکمې عمران خان په غیرقانوني توګه د هغو ډالیو په پلورلو رسماً تورن کړ چې نوموړي د صدراعظمۍ په موده کې ترلاسه کړې وې.

هغه پرځان لګېدلي تورونه رد او هغه یې سیاسي انګېزه وبلله.

د پاکستان پوځ پرون په یوه خپره کړې اعلامیه کې د مې نهمه توره ورځ بللې او ویلي یې دی چې چاته به اجازه ورنه‌کړي چې قانون په لاس کې واخلي.