چين طالبانو ته: د نجونو او ښځو برخه کې مو خپلې تګلارې اصلاح کړئ

د طالبانو ځینې مشران

چین نن پر طالبانو غږ وکړ چې په خپلو دې افراطي تګلارو کې چې ښځې یې له زده‌کړو بې برخې کړې او له عامه ژونده یې څنډې ته کړي، اصلاحات راولي.

پېکېنګ په ورته وخت کې پر طالبانو غږ کړی دی چې له ترهګرو سره په مبارزه کې نور ثابت ګامونه واخلي.

دا خبرې نن د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ ویبین په پېکېنګ کې د خبرې غونډې پرمهال وکړې.

نوموړي ويلي، چین هیله‌من دی چې په کابل کې سرپرست حکومت جدي ګامونه په سم لوري واخلي چې د نړیوالې ټولنې اعتماد او اعتبار خپل کړي.

ویبین زیاته کړه چې نړیواله ټولنه لا هم د افغان سرپرست حکومت په برخه کې ډېرې اندېښنې لري.

دا په داسې حال کې ده چې د چین، پاکستان او طالبانو حکومت تر منځ له درې اړخیزې غونډې وروسته یوه ګډه اعلامیه خپره شوه چې په کې له امنیتي ګواښونو سره په مبارزې ټینګار شوی و.

چین، پاکستان او د طالبانو حکومت د هغو امنیتي ننګونو سره د مقابلې پر اړتیا ټینګار کړی چې د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ پېښوي او د ټولې سیمې پر ثبات او اقتصادي هوساینې مستقیمه اغېزه کوي.

په دې اړه نور: د چين، پاکستان او طالبانو ګډه اعلاميه؛ له امنيتي ګواښونو سره د مبارزې غوښتنه شوې

د اسلام اباد په غونډه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ ویلي وو، هېواد یې له طالبانو غواړي چې د تروریزم او او تروریستي ډلو په وړاندې مبارزه وکړي.

ګانګ دغه راز ویلي، طالبان دې د ختیځ ترکستان اسلامی غورځنګ په ګډون د تروریستي ډلو په وړاندې مبارزه وکړي او د چین دغه راز په افغانستان کې د چین د وګړو او ادارو خوندیتوب یقیني کړي.