راتلونکې اوونۍ ترکيه کې پارلماني او د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کېږي

په دغو انتخاباتو کې شاوخوا ۶۰ ميلیونه او اوه سوه زره کسان د رایې ورکولو پر شرایطو برابر پېژندل شوي چې درې ميلیون او څلور سوه زره یې له هېواده بهر ژوند کوي.

ټاکل شوې چې د راتلونکې یکشنبې په ورځ د مې په ۱۴مه په ترکیه کې پارلماني او د ولسمشرۍ انتتخابات ترسره شي.

په دغو انتخاباتو کې شاوخوا ۶۰ ميلیونه او اوه سوه زره کسان د رایې ورکولو پر شرایطو برابر پېژندل شوي چې درې ميلیون او څلور سوه زره یې له هېواده بهر ژوند کوي.

نظر شمېرنې ښیي چې د ولسمشرۍ لپاره د دوو مخکښو کاندیدانو، د ترکیې د اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان او د اپوزیسیون د مشر کمال کیلیچدار اوغلو ترمنځ به سیالي ډېره سره نږدې وي.

اردوغان چې له نږدې دوو لسیزو راهیسې یې د صدراعظمۍ او ولسمشرۍ دنده مخته وړي په وړاندې یې مهم سیال اوغلو د مختلفو ایډیالوژیو لرونکو شپږو ګوندونو څخه جوړ د یوه ایتلاف له‌خوا د ولسمشرۍ په راروانو انتخاباتو کې کاندید شوی دی.

اوغلو له جرمني اې آر ډي خپرندویه شبکې سره په یوه مرکه کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوې ویلي، که انتخابات وګټي نو به د ولسمشر اردوغان په پرتله په لا ډیموکرتیک ډول حکومتولي مخته وړي.

نوموړي ویلي، غواړي ترکیه د ده په خبره له استبدادي رهبرۍ وباسي او د اروپایي ټولنې ټول ډیموکراتیک معیارونه بشپړ عملي کړي.

اوغلو د کرد پلوه زنداني مشر صلاح الدین دیمیرتاش او د بل زنداني د بشري حقونو د فعال عثمان کاواله په اړه وویل چې دی غواړي د دوی په اړه د اروپایي ټولنې د بشري حقونو د محکمې فیصله عملي او دواړه له زندانه ازاد کړي.

دغه دواړه فعالان د اردوغان د واکمنۍ په موده کې بندیان شوي او اردوغان په خپلو ویناو کې تل هغوی د دولت دښمنان بللي دي.

ولسمشر رجب طیب اردوغان

ولسمشر اردوغان هم د یکشنبې په ورځ په استانبول کې د خپل انتخاباتي کمپاين اړوند یوه لویه غونډه کې خپل مهم سیال کمال کیلیچدار اوغلو ته په نشه د روږدي کس خطاب وکړ او ویې ویل، د ترکیې خلک به هېواد د یوه نشه‌یي لاسته ونه غورځوي.

تر انتخاباتو مخکې معمولاً کاندیدان پر یو بل دا ډول تورونه د دې لپاره لګوي چې د ملاتړو شمېر یې کم او خپل زیات کړي.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې دغه انتخابات د ترکیې په معاصر تاریخ کې تر ټولو مهم ګڼل کېږي او ولسمشر رجب طیب اردوغان د دو لسیزو په حکومتولۍ کې له تر ټولو سیاسي ننګونو سره مخامخ دی.

د هغو نظر شمېرنو له مخې چې په ترکیه کې د فبرورۍ د میاشتې له مرګونې زلزلې وروسته ترسره شوې، د اردوغان مهم سیال کمال کیلیچدار اوغلو به د انتخاباتو په لومړي دور کې له هغه یو څه مخکې وي.

کمال کیلیچدار اوغلو

که هېڅ یو کاندید ونه‌شي کولای چې په لومړي پړاو کې له نیمایي د زیاتو رایې ورکوونکو رایې خپلې کړي، د مې په ۲۸ به د لومړي پړاو انتخاباتو د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ بیا انتخابات ترسره کېږي.

د پارلماني انتخاباتو په اړه هم چې د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره په یوه ورځ ترسره کېږي، نظر شمېرنې ښیي چې د اپوزیسیون ملي اتحاد چې د کیلیچدار اوغلو ګوند هم په‌کې شامل دی، د اردوغان د عدالت او پرمختګ ګوند په شمول له څوګوندونو جوړو د خلکو له ایتلاف څخه مخکې دی.