د کابل ښار ځینې اوسېدونکي د برښنا له پرچاوۍ او بې نظمۍ شکایت کوي

ارشیف: د برښنا یوه ستنه

د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ادعا کوي چې کابل او د افغانستان ټول زونونه ۲۴ ساعته برښنا لري.

میوندي په هغه ویډیو کې چې په رسنیزو ګروپونو کې شریکه کړې ویلي: "موږ اوسمهال د پلازمېنې کابل په ګډون په ټولو زونونو کې ۲۴ ساعته برښنا لرو، د دې دوه لاملونه دي یو دا چې تخنیکي ستونزې په خپل وخت او زمان باندې حل شوې دي او حلېږي او د ستونزو د پېښېدو څخه مخکې له هغې څخه جلوګیري کېږي."

که څه هم برښنا شرکت وایي چې برښنا په کابل کې ۲۴ ساعته ده، خو اوس هم د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي چې منظمه برښنا نه‌لري.

د کابل د پنځمې ناحیې اوسېدونکی عبدالرحیم وایي، د برښنا ساعتونه ډېر شوي، خو بیا هم دوی په ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا شپږ ساعته برښنا نه‌لري.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "په عمومي توګه برښنا په کابل کې ښه شوې، موږ شاوخوا ۱۸ ساعته برښنا لرو، خو په دوو وختونو کې درې درې ساعتونو لپاره برښنا پرې کېږي او په ۲۴ ساعتونو کې ۶ ساعته موږ برښنا نه‌لرو."

د کابل ښار کومو اوسېدونکو چې ازادي راډیو سره یې خبرې کړي وايي، څو اوونۍ مخکې برښنا منظمه وه خو په وروستیو اوونیو کې د برښنا پرچاوي بیا پیل شوې.

د کابل د قصبې اوسېدونکی حمد الله وایي، د عکاسي دوکان لري او کار یې په برښنا پورې تړلی، خو ادعا کوي چې په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۱۰ که ۱۲ ساعته برښنا لري.

حمدالله وايي: "زه خپله یو عکاسي لرم، سرو کار مې برښنا سره دی، برښنا چې نه وي زه ډېرو ستونزو سره مخ کېږم. برښنا ته کور کې هم ډېره اړتیا وي، د یخچال لپاره، جامو منیځلو د ماشین لپاره، دا ژوند ټول په برښنا باندې تړلی. زموږ غوښتنه دا ده چې د ۲۴ ساعته برښنا لپاره باید کار وشي، څو خلک له ستونزو سره مخ نه شي."

د کابل د ارزان قېمت اوسېدونکی مطیع‌الله بیا ادعا کوي چې دوی په ۲۴ ساعتونو کې یوازې یو تر دوه ساعته برښنا لري، هغه یې هم په خبره د شپې ناوخته راځي او دوی نه‌شي کولای ورنه سم کار واخلي.

نوموړی وايي: "۲۴ ساعتونو کې یوازې یو ساعت که دوه ساعت برښنا وي، هغه هم کله وي کله نه وي، کله ضعیفه کېږي کله تېزېږي چې د استفادې وړ نه وي. دوه که درې زره د برښنا بل راځي او دې موضوع زمونږ ستونزې لا ډېرې کړې دي."

د برښنا پرچاوۍ هغه ستونزې دي چې له کلونو راهیسې د کابل او ولایتو اوسېدونکي په ځانګړي توګه په ژمې کې ورسره مخ وي.

وارداتي برښنا او په افغانستان کې دننه د برښنا د تولید د سرچینو نه‌شتون هغه لاملونه دي چې په دغه هېواد کې یې د برښنا د پرچاوۍ ستونزې راولاړې کړې او د کلونو په تېرېدو لا هم دې ستونزې ته حل لاره نه‌ده موندل شوې.