د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ؛ عبیدي: طالبان د رسنیو او د بیان پر ازادۍ باور نه لري

ارشیف: په کابل کې د یوې رسنۍ نیوز روم

نن د مې میاشتې درېیمه 'د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ' ده او په افغانستان کې داسې وخت نمانځل کېږي چې پر رسنیو تر بل هر وخت فشارونه زیات شوي دي.

د مې میاشتې درېیمه یا د رسنیو د ازادیو نړیواله ورځ نن په نوره نړۍ کې داسې وخت نمانځل کېږي چې په افغانستان کې د طالب چارواکو له خوا پر رسنیو فشارونه زیات شوي دي.

په جرمني کې د افغان خبریالانو د ملاتړ د بنسټ مشر حامد عبیدي وايي، د طالبانو چارواکي د رسنیو او د بیان پر ازادۍ باور نه لري.

هغه وویل: "له بده مرغه په افغانستان کې دننه، د بیان ازادي تقریباً له منځه تللې ده. ټولې رسنۍ څارل کېږي او سانسورېږي. نیوکه جرم ګڼل کېږي. که چېرې خبریال یا هم رسنۍ پر حاکمه اداره نیوکه وکړي، د دې ادارې د استخباراتو له خوا ځورول کېږي، نیول کېږي ان تر دې چې عام ولس هم نیوکه نه شي کولی. که عام ولس نیوکه وکړي، له بده مرغه له بد چلند سره مخامخېږي او ځورول کېږي."

په جرمني کې د افغان خبریالانو د ملاتړ د بنسټ مشر حامد عبیدي

د رسنیو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د خبریالانو مرکز پرون سې شنبه په خپل راپور ویلي، د ۲۰۲۲م کال له مې میاشتې د ۲۰۲۳م کال تر مې میاشتې پورې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي، ګواښلو او نیولو ۲۱۳ پېښې ثبت شوي چې د ۲۰۲۱م کال له مې د ۲۰۲۲م کال تر مې میاشتې ۶۴ فیصده زیاتوالی ښيي، ځکه په هغه موده کې یوازې ۱۳۰ پېښې ثبت شوې وې.

د دې مرکز د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې د تېر جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته په افغانستان کې د ۶۰۰ فعالو رسنیو له ډلې نږدې نیمايي یې د طالبانو حکومت د محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له کبله خپل فعالیت درولی دی.

پر رسنیو د فشار له کبله یو زیات شمېر ښځینه خبریالانو هم دندې پرېښي او ان کډوالۍ ته اړې شوي دي.

د افغان خبریالانو د ملاتړ د بنسټ مشر حامد عبیدي وړاندیز کوي چې د ځینو هغو بې پرې رسنیو ملاتړ دې وشي چې له افغانستانه بهر فعالیت لري.

هغه زیاتوي: "زه فکر کوم په اوسنیو شرایطو کې تر ټولو ښه بدیل دا دی، چې د بهر مېشتو رسنیو ملاتړ دې وشي او د ولس او دغو رسنیو ترمنځ دې همغږي راشي او د افغان ولس غږ دې د بهر مېشتو رسنیو له خوا نړیوالو ته ورسېږي."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي، دوی له رسنیو سره تل همکاري کړې او د بیان ازادۍ ته د افغاني او اسلامي اصولو په چوکاټ کې ژمن دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

په تېرو څه باندې ۲۰ کلونو کې د جمهوري نظام تر ټولو لویه لاسته راوړنه د بیان ازادۍ او د رسنیو پراخ فعالیت و، چې د ځینو بنسټونو په باور په سیمه کې یې ساری لږ موندل کېده.

خو اوس ورځ په ورځ د افغانستان له ځینو برخو د رسنیو د فعالیت د درېدو راپورونه ورکول کېږي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په تېر یوه کال کې اطلاعاتو ته پر لاسرسي فشارونه راوستل شي، پر نشراتي محتوا تازه محدودیتونه لګول شوي چې دې کار د رسنیو کاري ساحه تنګه کړې او د اصلاعاتو رسولو چاره یې اغېزمنه کړې ده.