ايران کې د حجاب اجباري کېدو په غبرګون بيا مظاهرې شوي

ايران کې د روانو لاريونونو يو انځور

د ایران پلازمېنې تهران په څو ځایونو کې مظاهرې وروسته له هغې پیل شوې چې دې ښار د اجباري حجاب د عملي کېدو لپاره اقدامات شدید کړي دي.

د تهران اوسېدونکي د حکومت د څو میاشتو هغو اقداماتو چې دوی یې په خپل ورځني ژوند کې مداخله بولي، په غصه کړي او په وړاندې یې مظاهرې کړې دي.

يادې مظاهرې چې پرون د مې له لومړۍ نېټې د کارګرانو د نړیوالې ورځې سره هممهاله د تهران په څو سیمو کې ترسره شوې، ګډونوالو یې مړ دې وي ظالم، مړ دې وي خامنه یي او ژوندي دې وي کارګر او همدارنګه ښځه، ژوند او ازادي شعارونه ورکول.

د ایران له مرکزي ښار اصفهان څخه هم د ورته مظاهرو راپورونه ورکړل شوي دي.

په ایران کې په تېره سپټمبر میاشت کې د مهسا امیني د مړینې په وړاندې د پراخو مظاهرو لړۍ پیل شوې چې چارواکو یې په وړاندې ځپونکي اقدامات ترسره کړي دي.

د بشري حقونو د ډلو په وینا په تاوتریخوالي کې د ۷۱ ماشومانو په ګډون له پنځو سوو زیات کسان وژل شوي دي.