مارټين ګريفيټس: نړۍ دې افغانستان سره بشري مرستې ډېرې کړي

په بشر دوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې مشر (مارټین ګریفیټس) له نړۍ غوښتي چې افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې خپلې مرستې ډېرې کړي.

سمیرا چې د کابل ښار په یوه څنډه کې ژوند کوي او د شپږو اولادو مور ده له ازادي راډیو سره یې په خبرو کې وویل، د ناسم اقتصادي وضعیت له امله د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي.

د نوموړې په خبره د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو راهیسې یې تر اوسه هیڅ ډول مرسته نه‌ده ترلاسه کړې.

دا مېرمن وايي: "د کور ډوډۍ راوړونکې یوازې زه یم، د طالبانو له راتګ مخکې مې په یوې خیاطۍ کې کار کاوه، اوس د ګاونډیانو په کورونو کې پاک کاري او کالي مینځم، تر اوسه د هیڅ یو ارګان او مؤسسې نه له ما سره مرسته نه‌ده شوې."

سميرا په افغانستان کې د هغو سلګونو او زرګونو کورنیو یوه بېلګه ده، چې له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ او مرستو ته اړتیا لري.

يوه بې‌وزله کورنۍ، ارشيف

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې مشر (مارټین ګریفیټس) تازه د سه‌شنبې په ورځ په ایران کې د یوې خبري ناستې پر مهال د نړۍ له هېوادونو غوښتي، چې افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې کړي.

ښاغلي ګریفیټس ویلي، دغه سازمان چې په افغانستان کې یې د ډېرو خلکو لاس‌نیوی کړی خو د ده په خبره، چې دا بسنه نه‌کوي.

"زه په ډېرې عاجزۍ سره د نړۍ له هېوادونو غواړم چې له موږ سره مرسته وکړي

نوموړي ويلي: "زه په ډېرې عاجزۍ سره د نړۍ له هېوادونو غواړم چې له موږ سره مرسته وکړي تر څو وشو کولای د افغانستان له خلکو سره بېړنۍ مرستې وکړو، سره له دې چې ډېری هېوادونو موږ سره د مرستو په برخه کې د چمتوالي اعلان کړی او تر دا مهال موږ توانېدلي یو چې نږ ۶ میلیارده ډالره د مرستو ژمنې ترلاسه کړو او دا یو لوی رقم دی، خو بیا هم په دې برخه کې د لازیاتو مرستو غوښتونکي یو."

ګریفیټس پر طالبانو غږ وکړ چې پر افغان مېرمنو لګول شوي بندیزونه لرې او خپل فرمانونه بېرته واخلي.

نوموړي په افغانستان کې د نړيوالو مؤسسو فعالیت مهم او په دې برخه کې یې د افغان مېرمنو ګډون حتمي یاد کړ.

ګریفیټس دا هم وویل، طالبان مسوولیت لري، چې د افغان ښځو او ماشومانو حقونه هغه که زده‌کړې وي یا کار خوندي یې کړي.

يو شمېر بې‌وزله کورنيو سره مرستې، ارشيف

نوموړي د افغانستان روانو حالاتو ته په اشارې سره وویل، نړيوالې ادارې له ښځو پرته په افغانستان کې اغېزناک فعالیتونه نه‌شي کولای او دا یوه روښانه خبره ده، چې د افغاني ټولنې ډېره زیانمنونکې برخه مېرمنې دي.

هڅه مو وکړه، چې د ښاغلي ګریفیټس د څرګندونو په اړه د طالبانو حکومت نظر هم واخلو خو د دوی ویاند ذبیح‌الله مجاهد د راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

طالبانو په تېرو شاخوا ۱۷ میاشتو کې د خپلې واکمنۍ پر مهال پر افغان مېرمنو او نجونو بېلابېل بندیزونه لګولي دي، دوی نجونې له منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو راګرځولي او د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون یې په نا دولتي بهرنیو او هم کورنیو مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.

دا بندیزونه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوي، خو طالبانو یې په تړاو خپلې پرېکړې نه دي بدلې کړي.