د سوات د ترهګرۍ ضد پولیسو په مرکز کې له چاودنو وروسته د لسګونو کسانو اعتراض

Your browser doesn’t support HTML5

د سوات په مینګوره کې نن لسګونو کسانو اعتراض وکړ او د هغو چاودنو په اړه یې د څیړنو غوښتنه وکړه چې د دوشنبې په ورځ په دې سیمه کې د ترهګرۍ ضد پولیسو په یوه مرکز کې شوې وې. د پاکستان د خیبر پښتونخوا په شمال لوېدیځ کې د ترهګرۍ ضد د پولیسو په مرکز کې د دې بمي چاودنو د وژل شویو شمېر ۱۷ ته رسیدلی دی. چاودنې د سوات په کبل سیمې کې دوشنبه ماښام شوي چې له کبله یې شاوخوا پنځوس کسان ټپيان شوي هم دي. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د پاکستاني چارواکو د معلوماتو له مخې د مرګ ژوبلې دغه شمېرې خپرې کړي دي. بل لورته رویټرز خبري اژانس په سیمه کې د پولیسو د یو ویاند په حواله ویلي، چاودنې د مرکز دننه د مهماتو په یوه زېرمه کې د اورلګېدنې له کبله شوي دي.

د سوات د ترهګرۍ ضد پولیسو په مرکز کې له چاودنو وروسته د لسګونو کسانو اعتراض