د سارک سازمان يو مشر افغانستان کې د بې‌وزلۍ د مخنيوي لپاره د سوداګرۍ پر پراختيا ټينګار کړی

يو شمېر بې‌وزله مېرمنې، ارشيف

د سارک یا د جنوبي اسیا د سیمه‌ییزې همکارۍ د سازمان یوه مشر په سیمه کې د فقر د مخنیوي لپاره د افغانستان له لارې د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.

د سارک د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس افتخار علي ملک د سارک د غړیو هېوادونو ترمنځ د سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې په ځانګړي ډول د افغانستان لار باید پرانیستل شي.

د سوداګرۍ له اووه شپېته فیصده څخه ګټه نه‌ده اخیستل شوې.

افتخار علي ملک د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د سوداګرو یوې غونډې ته وویل، په سیمه کې د بین الافغاني تجارت دریمه برخه هم نه‌ده روانه، یعنې د سوداګرۍ له اووه شپېته فیصده څخه ګټه نه‌ده اخیستل شوې.

سارک ټولنه په نولس سوه پنځه اتیایم کال کې تاسیس شوه، هند پاکستان، بنګله‌دېش، سریلانکا، نیپال، مالدیف، بوتان او افغانستان د دې ټولنې غړي هېوادونه دي.

چین او ایران د دې ټولنې څارونکي دي چې د غړیتوب هیله لري.

په دې اړه نور: ملګري ملتونه: پر افغان ښځو د طالبانو بندیزونه به اقتصادي وضعیت لا پسې خراب کړي

د سارک د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس وایي چې افغانستان د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا، همدا راز تر منځني ختیځ پورې د سوداګرۍ د پله په څېر اهمیت لري او نن سبا هم افغانستان د جنوبي اسیا د هېوادو لپاره د یوې دروازې حیثیت لري چې د منځنۍ اسیا تېل او ګاز له دې لارې جنوبي اسیا ته انتقال شي.

د ښاغلي ملک په وینا د سارک د غړیو هېوادو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا به د اقتصادي ودې سبب شي او په سیمه کې به د فقر مخه ونیسي.

بل لور ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مشرتابه پلاوي غړی خان جان الکوزی ټینګار کوي چې د منځنۍ اسیا له ټولو هېوادو سره د جنوبي اسیا د ارتباط لپاره د پاکستان همکاري ضروري ده.

خان جان الکوزی

ښاغلی الکوزی وايي: "پاکستان هغسې چې لازمه ده له اخلاصه همکاري نه‌کوي، که څه هم هند او ایران په وروستیو کې هڅې کوي چې هغه هېوادونه چې د کسپین د بحیرې غاړو ته پراته دي، لکه اذربایجان، قزاقستان او ترکمنستان له هغوی سره د ارتباط لپاره چابهار فعاله کړي خو هغه هم تر اوسه هغسې چې پکار ده نه‌دی فعاله شوی او بل لور ته ازبکستان، تاجکستان او قرغزستان له دې لارې لرې پاتې کېږي."

پاکستان چې نن سبا په خپل تاریخ کې له ډېر بد اقتصادي بحران سره مخامخ دی دا هڅې یې زیاتې کړې دي چې د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته تجارت زیات شي.

اوونۍ مخکې د پاکستان کابینې پرېکړه وکړه چې د انګور اډې سیمه د سوداګریز بندر کچې ته لوړه کړي.