د کوچني اختر لومړۍ ورځ؛ ځینې افغانان: سږنی اختر بې خونده او پخوانی شور یې نه شته

د کوچني اختر لومړۍ ورځ او د کابل ښار یوه څنډه

نن د افغانستان په ګډون ګڼو هېوادونو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

په ښارونو کې د موټرو د تګ راتګ شور شته، خو مېشت وګړي یې د اختر د بې خوندۍ کیسې کوي.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دویم کوچنی اختر، خو یو شمېر افغانان وايي، دا اختر د تېر په ‎څېر خوند نه لري.

د تخار اوسېدونکی فریدون وايي، کوچنی اختر په داسې حال کې راورسېد چې خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "په دې اختر کې امنیت یو څه ښه ده هر څوک هر چېرته وغواړي تلای شي، خو د خلکو اقتصاد خراب دی، پیسې نه شته، کار نه شته. اختر په پیسو اختر وي چې پیسې نه وي اختر هم خوند نه لري."

د زابل اوسېدونکی جمعه ګل بیا امنیت له پخوا ښه ګڼي، خو په وینا یې د خلکو مینه له اخترونو سره کمه شوې.

د کلات ښار یوه څنډه

د هغه په خبره، ډېری کسان فکري سکون نه لري.

هغه زیاته کړه: "نن د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده او توپیر یې له نورو اخترونو سره شته، یو لوی توپیر یې دا دی چې په تېرو اخترونو کې به خوند، جوش، شوق مستي وه، خو په دې اختر کې دا څه نه شته."

د ننګرهار اوسېدونکې خوشبو بیا وايي چې په تېرو اخترونو کې یې له خپلو ملګرو سره له اختر دوه ورځې وړاندې د چکر لپاره چمتووالی نیوه، خو د هغې په وینا چې په دې اختر کې پارکونه بند دي او چېرته د تګ لپاره هېڅ اراده نه لري.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "موږ که غواړو چې چېرته باندې د چکر لپاره لاړ شو نه شو کولای، د دې لپاره چې دلته پارکونه بند دي او ډېره کورنۍ اجازه نه ورکوي چې نجونې له کوره ووځي د دې لپاره چې وېرېږيږ پارکونه بند رسټورانټونه بند، چېرته به لاړشو."

د جلال اباد ښار یوه څنډه

سعودي عربستان د اپرېل ۲۱مه د جمعې ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه، د عربستان له دغه اعلان سره د طالبانو حکومت هم تېره شپه د افغانستان په وخت شاوخوا ۱۰ بجې د جمعې ورځ په افغانستان کې د اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه.

له بلې خوا بیا یو شمېر پخوانيو سیاسي چارواکو په خپلو اختریزو پیغامونو کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانېزي.

د دوی په اختریزو پیغامونو کې تر ډېره په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات لپاره په جدی کار کولو ټینګار شوی.

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده بیا په کندهار کې د اختر له لمانځه وړاندې وینا کړې او د او وینا ډېره برخه یې په افغانستان کې د اسلامي نظام پایښت ته ورټوله وه.

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده

هغه ویلي، په افغانستان کې هېڅ کفري قانون د نافذېدو وړ نه دی او که نافذ کېدو لپاره یې هڅه کېږي نو پر وړاندې به جدي ودرېږي.