نن د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده

ارشیف: په خوست کې یو شمېر کسان د اختر له لمانځه وروسته یو بل ته د اختر مبارکي ورکوي.

د سعودي عربستان د اعلان له مخې نن جمعه د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

د طالبانو سترې محکمې هم تېره شپه اعلان وکړ چې نن په افغانستان کې د اختر لومړۍ ورځ ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اکثریت وګړي وایي، د بې وزلۍ او د خراب اقتصادي وضعیت له امله یې سږني اختر ته سم تیاری نه دی نیولی.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر له ۲۸ میلیون وګړو اوړي چې ۶ ملیونه یې له قحطۍ سره یو ګام واټن لري.