د اسلامي نړۍ ۵۷ هېوادونو د افغان ښځو پر کار او زده کړو بندیز سره مخالفت ښودلی

ارشیف: د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ښځینه کارکوونکې چې طالبانو له کار څخه منع او په کور کېنولې.

د اسلامي نړۍ د ټولنې سرمنشي ویلي چې د نړۍ ۵۷ مسلمان هېوادونه د طالبانو له لوري له زده کړو او کار څخه د ښځو منع کولو مخالف دي.

زینب د اته کسیزې کورنۍ غړې او سرپرسته ده چې د طالبانو حکومت له لوري د ښځو پر کار د بندیز له امله وزګاره شوې او په کور ناسته ده.

زینب وایي، یو کال مخکې یې د لوړو زده کړو د یوې موسسې په کتابتون کې کار کاوه.

دې وویل، د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو سره د کورنیو د اتو غړو تر منځ یواځې دې کار کاوه او اوس چې طالبانو په کور کېنولې، د اقتصادي ستونزو له امله یې ژوند سخت شوی.

هغې زیاته کړه: "زه په کور ناسته یم او له کله چې زه له کاره راګرځول شوې یم، له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوې یم، ځکه چې په کورنۍ کې یواځې ما کار کاوه. موږ په کور کې اته کسه یو او ټول اوس وزګاره یو. اوس نو زموږ د ژوند شرایط سخت شوي، ځکه نور نو زه هم له کاره پاتې یم."

د کابل ښار دا اوسېدونکې خپل کار ته د بېرته ستنېدو په تمه ده.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د اسلامي نړۍ د ټولنې سرمنشي محمد ال‌عیسی، د طالبانو له لوري له زده کړو او کاره د نجونو او ښځو راګرځول د اسلامي شریعت خلاف عمل بللى.

نوموړي د سې شنبې په ورځ پر خپل ټویټر په خپره کړې مرکه کې ویلي چې د مکې د منشور پر بنسټ، زده کړې او کار د ښځو شرعي حقونه دي.

د ده په خبره، یاد منشور د اسلامي شریعت پر بنسټ او د دیني عالمانو د اجماع پر بنسټ لیکل شوی او له مخې یې د ښځو هویت باید تر پوښتنې لاندې یونه وړل شي.

محمد ال‌عیسی دغه شان د خپلو خبرو په یوه برخه کې وایي چې ښځې د زده کړو، سیاست او ټولنیزو فعالیتونو حق لري.

هغې وویل: "ښځې د اسلام د تاریخ په اوږدو کې له خپلو مسلمو حقونو برخمنې وې او هیڅکله د زده کړو له حقه بې برخې شوې نه دي. په ټوله کې ۵۷ اسلامي هېوادونه له دی پرېکړې سره مخالف دي، ځکه د یادو هېوادونو ښځې په ملګرو ملتونو سازمان کې کار کوي او په یادو ټولو هېوادونو کې ښځی د زده کړو له حقه برخمنې دي او په دې هېوادونو کې شته فقهې ټولنې د ښځو اړوند د طالبانو له دې پرېکړو سره مخالفې دي. هغه څه چې ناسم او ډیر خطرناکه دي، هغه دا دي چې دې ناسمې پرېکړې ته د اسلام نوم ورکول کېږي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د دوی د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند د راپور تر خپرېدو د اسلامي نړۍ د ټولنې سرمنشي د دې څرګندونو په اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

خو وړاندې له دې طالب چارواکو ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته درناوی لري، خو د دې چوکاټ په اړه یې تر اوسه وضاحت نه دی ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان د بیا ځلي واکمنۍ راهیسې د اسلامي شریعت په نوم پر ښځو ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

له شپږمو ټولګو پورته د نجونو پر مخ د ښونځیو د دروازو تړل او د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون، په نادولتي ادارو او بهرنیو موسساتو کې د ښځو پر کار بندویز هغه محدودیتونه دي چې تر اوسه د طالبانو حکومت پر افغان نجونو او ښځو لګولي دي.