د کوچني اختر رارسېدل؛ ځینې افغانان د خپلو کورونو د بڼې بدلولو کوم پلان نه لري

ارشیف: په کابل کې د وچې مېوې د خرڅلاو یو دوکان

د اختر په رارسېدو سره یو شمېر کورنۍ وایي، د خپل کورونو د بڼې بدلولو کوم پلان نه لري.

د کندز ولایت اوسېدونکې کریمه عزم د درېیو ماشومانو مور او د خپلې کورنۍ یواځنۍ سرپرسته ده.

نوموړې وايي، د یوې نادولتي ادارې په کلينيک کې ډاکټره وه، خو شاوخوا پنځه مياشتې وړاندې د طالبانو د بنديزونو له امله وزګاره شوه.

هغه زیاتوي: "هر کال په اختر کې به مو د کور نوي وسایل اخیستل، لکه فرش، پردې، ظرفونه. زه ډاکټره وم او کار مې درلود، خو اوس بې کاره یم. ذخیره شوي پیسې مې په دې وروستیو ٥، ٦ میاشتو کې وخوړې. اوس اختر دی، ماشومان مې ژاړي، څه نه لري، نه پوهېږم څه وکړم او څه واخلم؟"

د کابل ښار اوسېدونکې امنه وايي، پر ښځو د طالبانو د بندیزونو له امله ډېری هغه کورنۍ چې ښځې یې سرپرستې وې، له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

هغې وویل: "په عموم کې د افغانستان د خلکو اقتصادي وضعیت ډېر خراب شوی دی. که موږ وګورو په افغانستان کې ۹۸ سلنه نفوس د بې وزلۍ تر کرښې لاندې دی. د جمهوریت په وخت کې ښه و ګوزاره کېدله، موږ به په اختر کې خپل د کالیو بندوبست او د فرشونو او توشکو بندوبست کاوه، خو اوس ان د یو جوړه کالیو لپاره د پیسو پیداکول ډېر سخت دي."

ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

د سږني اختر په رارسېدو د کور وسایلو د پېر او پلور بازار هم ډېر تود نه دی.

د پردې، توشکو، فرنیچر او د کور د لوښو هټیوال وايي چې د کورنیو د اقتصادي کچې ټیټوالي د دوی کارونه سخت زیانمن کړي دي.

په کابل ښار کې د پردو پلورونکی واعظي وايي چې پخوا يې ډېری پېرېدونکي ښځې وې، خو د ده په وينا، اوس چې ډېرو ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړي، هم یې پېرېدونکي کم شوي هم عاید.

هغه وویل: "د پردو او نورو شيانو بازار به په ښځو جوړ و، ځکه دا شوقي کارونه دي او ښځې کور او ځای جوړولو ته ډېره علاقه لري. د کار وضعیت ښه نه دی، یو شمېر کسان شته او ځینې ولاړل، بې وزلي خلک به څه وکړي؟ پخوا به مو که په میاشت کی ۸ لکه ترلاسه کولې اوس ۳ نیم تر ۴ لکه ترلاسه کوو."

په کابل کې د فرنیچر او موبل د یوه شرکت مسوول مصور هاشمي چې کورنۍ یې له دېرشو کلونو راهیسې دا کاروبار پر مخ وړي، وايي چې په تېرو کلونو کې به یې د روژې له لومړۍ ورځ څخه د فرنیچر جوړولو لپاره سفارشونه ترلاسه کول، خو سږکال، د دوی په کار کې ۷۰ سلنه کمښت راغلی دی.

نوموړی وايي: "په تېرو کلونو کې ډېر فرمایشونه وو. د روژې میاشتې له پیل څخه د روژې تر ٢٥ فرمایشونه راتلل بیا به په ٢٥ د روژې بند شول، څو فرمايشونو ته سمه رسېدنه وشي، خو سږ کال ٧٠ سلنه کار کم شوی، ځکه د فرنیچر جوړول يو شوقي کار دی، څوک که پیسې ولري جوړوي يې پرته له هغه خپل د کور مصرف پیدا کوي."

د اختر د دسترخوان ترتیبول په ځانګړو لوښو کې یو له هغو دودونو څخه دی چې د اختر د ورځو ښکلا زیاتوي.

په کابل کې د کور د لوښو یو پلورونکی علي وايي، پخوا به د اختر په رارسېدو د لوښو د پېر او پلور بازار ګرم و او هره ورځ به یې له څلوېښت زرو زیات لوښې پلورل، خو سږ کال یې بازار سوړ دی.

هغه وویل: "هغه کسانو چې د جمهوریت په وخت کې يې پيسې درلودې، کار يې درلود د کور سامانونه یې اخیستل، خو ډېری یې ولاړل او د کور سامانونه یې خرڅ کړل، ټول يې په کهنه فروشي کې دي، هغه هم په نیمه بیه. پخوا به مو له اختر نه مخکې په یوه ورځ کې له ۴۰ تر ٥٠ زره افغانیو لوښي خرڅول، خو اوس چې یوازې څو ورځې اختر ته پاتې دي، څوک د لوښو بیه هم نه پوښتي چې چاینکه یا پياله په څو ده."

د دغو کورنیو او پلورونکو په وینا، سم اقتصاد خوښ ژوند او هوساینې ته زمینه برابروي، خو په دې دوو کلونو کې د اقتصادي کړکېچ له امله، دوی تر ډېره خپلې خوښۍ او د ژوند هوساینې له لاسه ورکړي.