د افغان ښځينه کارکوونکو په اړه د يوناما پر وروستۍ اعلاميه د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

نړيوالې ورځپاڼې

ځینو لوېديځو ورځپاڼو او خپرونو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت یا یوناما پر وروستۍ اعلامیه مطالب خپاره کړي دي.

مېل ان‌لاين ورځپاڼه:

له برېتانیا خپرېدنکې مېل ان‌لاین ورځپاڼې د اسوشیټدپرس خبري اژانس هغه راپور خپور کړی چې په یوه برخه کې یې راغلي، د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د یوې سختې پرېکړې سره مخ کړی دی چې باید د افغانستان د خلکو سره د مرستو او د خپلو اصولو او اساساتو ترمنځ یو انتخاب کړي.

وړاندې لولو، یوناما په افغانستان د اوسني وضعيت د منفي پایلو مسوول طالبان بللي دي.

د طالبانو د مشرتابه له‌خوا د وروستیو پرله‌پسې فرمانونو پر بنسټ، په غیر دولتي کورنیو او بهرنیو مؤسسو کې د ښځو پر کار له بندیز وروسته اوس د ملګرو ملتونو په ماموریت یا یوناما کې هم ښځې له کار کولو محرومې شوي دي.
ملګرو ملتونو د طالبانو دغه اقدام د ښځو پر وړاندې"قصدي تبعیض" بللی چې په پایله کې مهمو او لومړنیو خدماتو ته د افغانانو لاس‌رسی محدودیږي.

واشګټن اګزمینر ورځپاڼه:

امریکايي ورځپانې واشګټن اګزمینر بیا څو امریکايي نظامیانو سره چې د افغانستان په جګړه کې يې ګډون درلود خبرې کړي او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د طالبانو په لاس د کابل د سقوط په اړه یې د هغوی نظر پوښتلی دی.

مرکه کوونکو په افغانستان د وروستیو ورځو خاطرې شریکې کړي او ویلي دي چې، هیڅ څوک د سم‌لاسي وتلو په اړه نه پوهېدل.

هغوی ویلي حتی د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د کابل له سقوط یوه اوونۍ وړاندې په کابل کې د امریکا سفارت د خپلو نويو پروژو په اړه چې دوی پرې کار کوه معلومات ورکړل.

هغوی چې مرکې ورسره شوي دي، د امریکا د ډیموکراټ ولسمشر جوبایډن پر ادارې یې نیوکه کړې او د افغانستان څخه یې د امریکايي ځواکونو وتل په اله ګوله وتل بللي دي.

خو د بایډن ادارې په وار وار له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو دفاع کړې ده.

سپينې ماڼۍ تازه له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو په اړه راپور خپور کړی.

په دې راپور کې ویل شوي، د ولسمشر جوبایډن ادارې په دې برخه کې هر هغه څه چې توان کې یې وو ترسره کړي او پړه یې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې پر تړون اچولې چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دوره کې له طالبانو سره لاس‌لیک شوه.

ډیپلوماټ مجله:

د ډیپلوماټ مجلې یوه لیکنه خپره کړې چې ليکوال یې احمدشجاع جمال دی.

د لیکنې په پیل کې ویل شوي، د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره په خپلو ژمنو او د امریکا د اوسني ولسمشر جوبایډن ادارې له افغانستان څخه په چټکۍ د امریکايي سرتېرو په ایستلو، واک ته د طالبانو د بیا رسېدو لپاره ټول امکانات برابر کړل، پرته له دې چې په بدل کې یې څه ترلاسه کړي.

ليکوال په دې باور دی چې د ډونالډ ټرمپ په دوره کې له طالبانو سره د سولې د هوکړې لاس‌لیک او د ولسمشر جوبایډن په دوره کې د افغانستان څخه په چټکۍ د سرتېرو ایستل ددې سبب شول چې افغانان پر خپل حکومت بې باوره شي او د افغانستان د اردو روحیه یې کمزورې کړه چې دې دوو پدیدو د حکومت نسکورېدو ته لاره پرانیستله.

لیکنه وايي، اوس په افغانستان کې د اوسني بحران د پای ته رسولو یوازینۍ چاره سیاسي هواری دی.

لیکوال وايي، په استبدادي حکومتولۍ او یا وسله‌وال مقاومت نه‌شي کېدلی داسې یو حکومت رامنځته شي چې د خلکو د باور وړ وي.