د بېلاروس مستبد واکمن له روسیې د امنیتي ضمانتونو غوښتنه کړې

د عکس ښي لور ته د بېلاروس مستبد واکمن الکساندر لوکاشینکا او چپ لور ته د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو په مینسک کې د روغبړ پر مهال.

د بېلاروس مستبد واکمن الکساندر لوکاشینکا له روسیې د امنیتي ضمانتونو غوښتنه کړې ده.

د بېلاروس دولتي خبري اژانس بیلټا د دغه هېواد د مستبد واکمن الکساندر لوکاشینکا له قوله راپور ورکړی چې بېلاروس داسې امنیتي ضمانتونو ته اړتیا لري چې پر دوی د برید په صورت کې به روسیه 'د خپلې خاورې په څېر' ورنه دفاع کوي.

لوکاشینکا وویل چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې هم د امنیتي ضمانتونو په اړه خبرې کړې دي.

د بېلاروس په پلازمېنه مینسک کې د دوشنبې په ورځ د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو او د الکساندر لوکاشینکا د خبرو اصلي ټکي امنیتي ضمانتونه، پوځي تمرینونه او د یوې ګډې ډلې رامنځته کول وو.

لوکاشینکا، شویګو ته ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین څه وخت مخکې له ده سره په خبرو کې ژمنه سپارلې چې د بېلاروس په وړاندې د تیري په صورت کې به روسیه د خپلې خاورې په توګه دفاع ترې وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د بېلاروس واکمن الکساندر لوکاشینکا په مسکو کې د روغبړ پر مهال. April 5, 2023

لوکاشینکا زیاته کړې: "دا هغه امنیتي تضمینونه دي چې موږ ورته اړتیا لرو."

لوکاشینکا او شویګو د پوځي روزنو او د روسي ځواکونو په شمول د یوې تش په نامه ګډې ډلې د تنظیم په اړه هم خبرې کړي.

د بېلاروس واکمن ویلي چې دمګړۍ زرګونه روسي ځواکونه په بېلاروس کې مېشت دي او دوی به هم تر کومه چې اړتیا وي د دغو پوځيانو په روزنه کې مرسته وکړي.

د بېلاروس مستبد واکمن او حکومت پر اوکراین د روسیې له یرغل هر اړخیز ملاتړ کړی.

دوی د روسي پوځیانو ته خپله خاوره او پوځي اډې په واک کې ورکړي څو د اوکراین پر ښارونو د برید لپاره ترې ګټه پورته کړي.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبروري له ۲۴ پر اوکراین یرغل ور وړی چې تر دې دمه یې زرګونه اوکراینیان وژلي دي.

د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو ویلي چې بېلاروس روسي پوځيانو ته پنځه مجهزې پوځي اډې په واک کې ورکړي او سربېره په دې یې خپل پوځي روزونکي د روسي عسکرو د روزنې لپاره موظف کړي.

شویګو د دغو همکاریو په لا پراختیا او غښتلي کولو باندې ټينګار کړی دی.

د روسیې دفاع وزیر داسې وخت له خپل ګاونډ او متحد بېلاروس سره د پوځي همکاریو په لا پياوړي کولو ټينګار کړی چې د اوکراین په ختیځ د روسي پوځيانو بریدونو زور اخیستی.

اوکرایني چارواکو ویلي، په تېر یوه شپه او ورځ کې یې د روسي پوځیانو لږ تر لږه ۵۸ بریدونه شنډ کړي دي.

روسیه د اوکراین په ختیځ کې د باخموت،لیمان، اودېویکا او د دونیتسک حوزې په مارینکا بریدونه کوي.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي یکشنبه ناوخته په یوه ویډیويي پيغام کې د روسي ځواکونو په برید سره د یوه اوکراییني سړي او د هغه د یوولس کلنې لور وژنه غندلې او ویلي یې دي، روسیه په دا ډول بریدونو سره ښيي چې څنګه له نړۍ او انسانیته ځان منزوی کوي.