د نړۍ د نفوسو د بیا کتنې اداره: افغانستان کې د جرمونو کچه په زیاتېدو ده

د دوه کسانو يو انځور چې د يو جرم په تور نيول شوي دي، انځور - ارشيف

د نړۍ د نفوسو د بیا کتنې اداره وايي، افغانستان د جرمونو له امله د نړۍ په کچه څلورم ځای لري.

دې ادارې په خپل تازه راپور کې لیکلي، په افغانستان کې فساد، قتل، هدفي وژني، د نشه‌يي توکو قاچاق، انسان تښتونه او د پیسو مینځل لا هم روان دي.

له افغانستان وینزویلا، پاپانیوګيني او سویلي افریقا مخکې دي او په دې نوملړ کې یې په ترتیب سره له لومړۍ تر درېیمې درجې ځای خپل کړی.

دا محاسبه سمه نه‌ده او موږ ته دقیقه نه‌ښکاري."
مجاهد

دې ادارې ویلي، په افغانستان کې په لویه کچه بې‌روزګارۍ د جرایمو له زیاتوالي سره ډېره مرسته کړې ده او تر څنګ یې بې‌وزلۍ د غلا په څېر جرمونو ته لار پرانيستې.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا دا راپور نه‌مني او وايي، په افغانستان کې جرمونه د تېر په پرتله را کم شوي دي.

هغه نن ازادي راډیو ته وویل: "دا اوس موږ په ټول افغانستان کې نږدې ۱۰زره بندیان لرو چې نیمايي یې حقوقي دي او یوه او بل سره دعوې لري او نیمايي یې که جرمي اړخ ولري. که اوس دا پنځه زره په ۳۴ ولایتونو تقسیم کړو، د جرایمو کچه ډېره کمه ده. نو دا محاسبه سمه نه‌ده او موږ ته دقیقه نه‌ښکاري."

ذبيح‌الله مجاهد

د طالبانو د حکومت ویاند داسې مهال په افغانستان کې د جرایمو د کمي خبره کوي چې، د مارچ په ۲۰مه نېټه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور رسنیو ته وویل، په ۱۴۰۱ کال کې ۱۶زره ۶۸۵ تنه په ټول افغانستان کې د بېلابېلو جرایمو په تور نیول شوي دي.

د نړۍ د نفوسو د بیا کتنې ادارې د نشه‌يي توکو تولید او قاچاق د جرایمو د زیاتوالي په برخه کې یو مهم فکټور بللی او زیاتوي، په ۲۰۲۰ کال کې افغانستان د نړۍ ۸۵ سلنه تریاک تولیدول.

د دې ادارې له قوله، که څه هم طالبانو واک ته له رسېدو وروسته ژمنه وکړه چې د کوکنارو د کښت مخه به نیسي، خو د کوکنارو کښت د افغانستان د کړکېچن اقتصاد یوه مهمه برخه ده او د طالبانو لپاره به یې یو مخ له‌منځه وړل ستونزمن وي.

انځور - ارشيف

خو د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په ټول افغانستان کې یې د کوکنارو د کښت مخه نیولي او هره ورځ یې د له‌منځه وړو لپاره هڅې کوي.

د نړۍ د نفوسو د بیا کتنې ادارې د خپل راپور په یوې بلې برخې کې د افغانستان نفوس هم را اخيستی او وايي، اوس‌مهال د افغانستان نفوس نږدې ۴۲ میلیونه دی.

په داسې حال کې چې د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په خپل کلنی راپور کې د افغانستان نفوس ۳۳میلیون او شپږ سوه زره ښودلی و.

خو د نفوسو د کتنې بیا اداره وايي، د افغانستان نفوس مخ په زیاتېدو دی او اټکل کوي که همداسې روان وي، تر ۲۰۸۴ میلادي کال به ۷۷ میلیونه تنو ته ورسېږي.