افغانستان کې قحطي؛ ايا نړيوالې مرستې به د لوږې ګواښ کابو کړی شي؟

د يوې بې‌وزله کورنۍ دسترخوان، ارشيف

د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو نړیوال پروګرام " WFP" وايي، په افغانستان کې ۲۰ میلیونه وګړي په دې نه پوهېږي چې د سبا لپاره به خواړه له کومه کوي.

د کندهار يوه اوسېدونکې چې نه‌غواړي نوم یې راپور کې یاد شي، خو وايي، د بې‌وزلۍ او د خوړو د کمي له امله یې دوه لوڼي په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

له لوږې داسې خوار و زار ده. پیسې او نور شیان نه‌لرو."

نوموړې وايي: "دغه د څلورو کلونو نجلۍ ده، خو لوږې دا ډول کړې ده. دا بله لور مې د لس میاشتو ده، فکر کوئ د لسو میاشتو دا ډول وي، له لوږې داسې خوار و زار ده. پیسې او نور شیان نه‌لرو."

دا په افغانستان کې د میلیونونو نورو کورنیو کیسه ده، هغه چې د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو نړیوال پروګرام یې هم په اړه اندېښنه ښيي.

دې سازمان پرون ناوخته یوه اعلامیه چې د جاپان له‌خوا یې له دې بنسټ سره د ۵ میلیونه امریکايي ډالرو د مرستې په تړاو خپره کړې لیکلي، نن ورځ په افغانستان کې له قحطۍ د میلیونونه انسانانو د ژغورنې لپاره وروستۍ لاره همدا بشري مرستې دي.

ملګري ملتونه وايي، د مرستو لپاره بايد دوی ته ټاکل شوې بوديجه وسپارل شي، انځور - ارشيف

د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو نړیوال پروګرام" WFP" زیاتوي، په افغانستان کې ۲۰ میلیونه وګړي په دې نه پوهېږي چې د سبا لپاره به خواړه له کومه کوي او شپږ میلیونه نور بیا له قحطۍ سره یو ګام واټن لري.

دا سازمان له افغانستان سره د مرستو د کمي په اړه هم اندېښمن دی او وايي، په مارچ میاشت کې د بوديجې د کمي له امله دوی اړ شول چې لږ تر لږه ۴ میلیونه افغانانو ته مرستې ور نه‌کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو نړیوال پروګرام وايي، که روانه اپریل میاشت کې مرستې په همدې شکل کمې وي، ۹ میلیونه نورو افغانانو ته به مرستې و نه‌شي رسولای.

له افغانستان سره د مرستو د کمي او د بې‌وزلو د ناوړه وضعیت په اړه اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې تازه د ژغورنې نړیوالې کمېټې هم خبر ورکړی چې، بریټانیا له افغانستان او پاکستان سره خپلې مرستې ۵۳ سلنه کموي.

په دې اړه نور: اوچا: تر ۲۸ میلیونه ډېر افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري

دې کمېټې پرون ناوخته یوه خبرپاڼه کې لیکلي، له افغانستان او پاکستان د بریټانیې بشري مرستې له ۳۰۴ میلیونه پونډو ۱۴۱ میلیونه پونډ ته را ښکته شوې دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو نړیوال پروګرام هم وايي، اپریل میاشت کې ۹۳ میلیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا لري چې، په افغانستان کې ۱۳ میلیونه افغانانو سره بېړنۍ بشري مرستې وکړي، خو په راتلونکو شپږ میاشتو کې بیا ۸۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو بوديجې ته اړتیا لري چې د بې‌وزلو افغانانو لاس‌نیوی وکړي.

د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو نړیوال پروګرام داسې مهال له نړیوالو د مرستو غوښتنه کوي چې جاپان پرون له افغانانو سره د بشري مرستو رسولو لپاره له دې سازمان سره د ۵ میلیونه امریکايي ډالرو مرسته وکړه.