له موټر چلوونکي سره د طالبانو د محتسب تاوتریخوالی؛ ځینې ښځې: د داسې چلند شاهدان یو

ارشیف

د طالبانو حکومت د محتسب له‌خوا په بلخ ولايت کې د ټکسي چلوونکي د وهلو په غبرګون کې يو شمېر ښځې وايي چې دا لومړی ځل نه‌دی چې ښځې او ټکسي چلوونکي د طالبانو له لوري له دا ډول چلند سره مخ کېږي.

یو شمېر ښځې وايي چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له‌خوا له محرم پرته د ښځو پر تګ راتګ بندیز د دوی ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.

یوې ښځې چې نه‌یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله‌یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې دوه ځلې د طالبانو له‌خوا هغه مهال ودرول شوه چې غوښتل یې له یو ځای څخه بل ځای ته لاړه شي.

دا مېرمن ادعا کوي چې طالبانو د ټکسي چلوونکى وهلى او له دې سره‌يې هم بد چلند کړى دى.

دا زیاتوي: "یو خالي موټر و، په هغه کې کېناستم، د پیسو په هکله نه ما څه وویل او نه هم موټر چلوونکي، طالبانو د شپږمې حوزې په مخ کې موټر ودراوه، موټر چلوونکی یې له ځان سره یووړ، پوښتنه‌یې ورنه وکړه چې دا مېرمن څوک ده؟ له کوم ځای څخه راغلي یاست؟ چېرې ځئ؟ موټر چلوونکي ورته ویلي وو چې سپرلۍ ده، پنځوس روپۍ مې ورنه اخیستې دي، بیا ما ته راغلل ویل یې چې د دې لین کرایه څو روپۍ ده؟ ما ورته وویل چې ۱۵ ځینې هم ۲۰ روپۍ اخلي، یو دمیې پیل وکړ چې تاسو دروغ وایئ، دا سړی دې ملګری دی، موټر چلوونکی یې دوه څپېړې وواهه."

په ورته وخت کې ماریا نوري چې یوه له مظاهره کوونکو مېرمنو څخه ده، وايي چې هغه هم په ټکسي کې د تګ پر مهال څو ځلې د طالبانو له لوري له ورته چلند سره مخ شوې ده.

هغې زیاته کړه: "د موټر چلوونکي پر مخ د محتسب له‌خوا د څپېړې وهل، د دې لپاره چې ولې دې ښځه موټر ته پورته کړې نوې خبره نه‌ده، د ګلبهار سنټر پر سړک د موټر په مخکې سیټ کې ناسته وم، موټر ودرېده، موټروان راته وویل چې طالب وایي چې دا نجلۍ ښکته کړه، زه ښکته نه‌شوم، ښیښه لږ خلاصه وه، طالب ما ته وویل چې موبایل دې راکړه، شور ماشور مې جوړ کړ، موبایل مې ورنه‌کړ، غوښتل یې چې په ټوپک مې ووهي، راته قهر شو، کنځلې یې وکړې، موټر چلوونکي ته‌یې وویل چې ته څنګه له محرم پرته ښځې په موټر کې وړې؟"

د ټکسي چلوونکی سید اغا ازادي راډیو ته وايي چې د طالبانو له‌خوا له محرم پرته د ښځو پر تګ راتګ بندیز که څه هم په اقتصادي لحاظ د دوی کار ته زیان اړولی دی، خو د طالبانو له وېرې له محرم پرته مېرمنې موټر ته نه‌پورته کوي.

دی زیاتوي: "زموږ په کار یې ډېر تاثېر کړی، اوس موږ هم ډارېږو، ښځه له محرم پرته موټر کې نه‌شو وړی، وېرېږو چې کوم ملا صاحب څپېړې رانه‌کړي. تاسو فکر وکړئ ډېری ښځې دي چې ښار او بازار ته ځي، سودا اخلي، خو موږ یې له وېرې څخه موټر ته نه‌شو پورته کولای."

دا په داسې حال کې ده چې روانه اوونۍ په ټولنیزو رسنیو کې یوه وېډیو خپره شوه چې په هغې کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت یوه طالب لومړی ټکسي دروي، او بیا یې له محرم پرته د یوې ښځې د بیولو لپاره د ټکسي چلوونکی په څپېړو وهي.

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت

له پراخو غبرګونونو وروسته د طالبانو د حکومت د بلخ امنیه قوماندانۍ له لوري رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې ویل شوي چې یاد کس د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له پالېسۍ څخه د سرغړونې په تور د قانون منګولو ته سپارل شوی دی.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر ازادي راډيو ته وویل چې ښځې له محرم پرته تر ۷۸ کیلو مترو پورې د تګ اجازه لري.

مهاجر وايي: "شريعت يوې خور ته تر ۷۸ کيلو مترو پورې اجازه ورکړې چې له محرم پرته سفر وکړي، نو موږ هم اجازه ورکړې چې ۷۸ کیلو متره دې لاړې شي. له خویندو څخه هیله کوو چې یو ځای بل ځای چې ځي، حجاب دې په پام کې نیسي، که چېرې کوم ځای کې څوک خنډ ورته جوړوي، موږ به‌یې قانون ته سپارو."

طالبانو په افغانستان کې له خپلې بیا واکمنۍ وروسته پر ښځو او نجونو د نورو محدودیتونو ترڅنګ هغوی له محرم پرته له سفر څخه هم منع کړې دي چې دې کار ګڼ غبرګونونه هم راپارولي.