د امريکا دفاع وزير: له افغانستانه د امريکايي ځواکونو په ايستلو پښېمانه نه‌يو

افغانستان کې امريکايي ځواکونه، ارشيف

د امریکا د دفاع وزیر وایي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په پرېکړه او وتلو هیڅ پښېمانه نه‌دی.

لوید استین دا څرګندونې هغه مهال وکړې چې، د چهار شنبې په ورځ د کانګرس استماعیه غونډې ته د امریکا د لوی درستیز مارک میلي سره یو ځای د راتلونکي کال د دفاعي بودیجې د توضیح لپاره غوښتل شوی و.

د امریکا دفاع وزیر د جمهوري غوښتونکي استازي جیم بنکس د پوښتنې په ځواب کې چې ایا له افغانستانه د پوځیانو د وتلو په پرېکړه پښېمانه دی کنه؟ وويل نه ـ پيښمانه نه‌دی.

"زه د ولسمشر له پرېکړې ملاتړ کوم،
لويد استين

په دې ناسته کې جیم بنکس، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال د ۱۳ امریکایي سرتېرو وژلو په اړه ترې وپوښتل، چې ایا تر اوسه په دفاع وزارت کې چا له افغانستانه د وتلو مسولیت اخیستی؟ لوید استین وویل، تر هغه ځای چې دی پوهېږي دوی په دې اړه هیڅ چاته ځواب ویوونکي نه‌دي.

د امریکا د دفاع وزیر وویل: "زه د ولسمشر له پرېکړې ملاتړ کوم، (له افغانستانه د وتلو په برخه کې) زه هیڅ پښیمانه نه‌یم، زموږ ځواکونو ۱۴۰ زره کسان له افغانستانه ایستلي دي."

د امريکا دفاع وزير لويد استين

جمهوریت غوښتونکی جیم بنکس د دفاع د وزیر د څرګندونو له اورېدلو وروسته د استازو جرګې له رئیس وغوښتل چې، د بایډن حکومت باید له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه وپوښتل شي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د کابل هوایي ډګر په یوه دروزاه کې د داعش خراسان څانګې په انتحاري حمله کې له ۱۷۰ ډېر افغانان او ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول.

"دی داسې په شهادت رسېدلی و چې لاس د ده ژوبل و

په دغه پېښه کې د یو افغان قرباني ورور مسعود صافی وایي، ورور یې د پنځو ماشومانو پلار و او د بهرنیو ځواکونو سره یې کار کاوه چې هغه ورځ د خپلو اسنادو سره هوایي ډګر ته تللی و.

نوموړی وايي: "دی داسې په شهادت رسېدلی و چې لاس د ده ژوبل و، تندی د ده ژوبل و، بغل د ده ژوبل و، داسې ګمان کېده چې دی په سر و بغل و په لاس په مرمۍ لګېدلی وي. اکثرا خلک په همدې سیستم او هغه کسان چې په چاودنې کې له منځه تللې وو، د چا سر و، د چا تنه نه وه. د چا تنه وه سر یې نه و، له بده مرغه چې له هغوی پنځه اولادونه پاتې دي."

کابل هوايي ډګر دروازه کې هغه بريد چې تر ۱۷۰ ډېر افغانان او ۱۳ امريکايي سرتېري په‌کې ووژل شول.

دا په داسې حال کې ده چې، د امریکا د جمهوري غوښتونکي له ګوند څخه مایکل مک‌کال چې د امریکا د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس دی، دوه ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د احضارولو سند لاسلیک کړ، څو له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه ورته معلومات وړاندې کړي.

جمهوریت غوښتونکي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو د څرنګوالي په اړه په داسې حال کې ټينګار کوي چې، د امریکا او د طالبانو تر منځ د دوحې تړون د امریکا د پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په وخت کې لاس‌لیک شوی دی چې امریکایي ځواکونو او متحدینو ته یې له افغانستانه د وتلو لاره هواره کړه.

د سیاسي چارو افغان کارپوه احمد سعیدي وايي، د امریکا ډیپلوماټیک او نظامي چارواکي، د افغانستان په اړه په معلوماتي تشه کې قرار لري.

نوموړی وايي: "داسې احساس کېږي چې ټول د ډیپلوماسۍ او نظامي دستګاوې له هغه څه چې په افغانستان کې پېښ شول خبر نه وو، نو ځکه یوه معلوماتي تشه وه، چې یو بل ته یې ستونزې ایجادولې."

احمد سعيدي

خو د امریکا ولسمشر جوبایډن تل له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو دفاع کړې او ویلي دي چې، په تاریخ کې یې تر ټولو اوږد جنګ يې پای ته ورساوه.

که څه هم ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې امریکایي ځواکونه به د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په یوولسمې وځي، خو طالبانو د اګست په میاشت کې بریدونه پیل کړل او یو شمېر ولایتونه یې ونیول او بالاخره د امریکا له‌خوا ملاتړ کوونکي د اشرف غني حکومت سقوط وکړ.