طالبانو د کندهار د سمنټو کان د استخراج چارې يو خصوصي شرکت ته وسپارلې

کندهار کې د سمنټو کان

د طالبانو حکومت د کانونو وزارت د کندهار د سمنټو کان د استخراج چارې یو خصوصي شرکت ته وسپارلې.

د سمنټو د دغه کان د استخراج لپاره سل ميليونه ډالر پانګونه شوې، چې هره ورځ به ورڅخه ۳۸۰۰ ټنه سیمنټ استخراجیږي.

د طالبانو حکومت د کانونو وزارت دا مهال د کندهار په شاوليکوټ، نېش، ارغستان، دامان، خاکريز او پنجوايي ولسوالیو کې د کروماټو، سمنټو، ګچو، مرمرو ډبرو او سرپو کانونه په قراداد ورکړی، چې د ځينو د استخراج لړۍ اوس عملاً روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې پر طالبانو انتقادونه شوي چې، د افغانستان کانونه په غیر مسلکي ډول کیندي او د عوایدو په اړه یې شفافیت نه‌شته.

نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار راپور