کرکټ ټایمز: افغانستان د پاکستان پر وړاندې خپله لومړنۍ تاریخي بریا ثبت کړه

د افغانستان او پاکستان د لومړۍ شل اوره سیالیو یوانځور

کرکټ ټایمز:

کرکټ ټایمز مجله د افغانستان او پاکستان تر منځ وروستۍ سیالۍ ته په اشارې لیکي چې افغانستان د پاکستان پر وړاندې د کرکټ په سیالۍ کې خپله لومړنۍ تاریخي بریا ثبت کړه.

د مجلې په ټکو، په دې سیالۍ کې محمد نبي د یوه الراونډر په توګه په ټوله سیالۍ کې ډېر ښه وځلېده او د سیالۍ تر ټولو غوره لوبغاړی و.

مجلې د لوبې بېلابېل انځورونه خپاره کړي چې په یو کې يې افغانې نجونې او ماشومان د افغاني لباس او د افغانستان د درې رنګه تور، سور شین بیرغ سره لیدل کېږي چې د خوښۍ احساس څرګندوي.

په بل انځور کې د افغانستان د ملي ټیم د بریا هغه شېبه ښودل شوې چې لوبغاړي او نندارچیان په سرلوړۍ سره خپل لاسونه پورته کوي.

مجله په بله برخه کې لیکي، د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم بریا په ټویټر کې یو شور رامنځته کړ او له ځنډ پرته د کرکټ مینه والو د مبارکۍ د پیغامونو په لیکلو پیل وکړ.

په ټویټر کې عنقا هدایت لیکلي چې د افغان لوبغاړو مقاومت د هغوی د بریا سبب شوه.

مجلې د تېر جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال حکمت خلیل کرزي تویټ راخیستی چې وايي، دا بریا د افغانانو لپاره مهمه بریا وه.

بلې افغانې فعالې ډیوې پتنګ افغان لوبغاړو ته تر مبارکۍ وروسته لیکلي، دا بریا په اصل کې د افغانستان د خلکو بریا ښکاره کوي.

کرکټ ټایمز مجلې په لسګونه نور ټویټونه او انځورونه هم خپاره کړي او په دې بریا کې یې د هر افغان لوبغاړي رول جلاجلا بیان کړی دی.

کرکټ ټایمز مجله د مطلب په بله برخه کې لیکلي، دا بریا د حمید حسن لپاره چې له نړیواله کرکټ څخه يې استعفا کړې ده یو ښه ډالۍ ده.

حمید حسن اوسمهال د کرکټ ملي ټیم د بالرانو یا توپ اچونکو روزونکی دی.

د نړۍ ګڼو نورو رسنیو او خپرونو هم د دې سیالۍ په اړه لیکنې خپرې کړي چې هر یو يې په یو ډول نه یو ډول د افغانستان د کرکټ ملي ټیم ستاینه کړې ده.

مکس نیوز:

مکس نیوز له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پر وتلو تمرکز کړی او د امریکا د کانګرس د جمهوري غوښتونکي غړي ټوني ګونزالیس اقتباس يې رااخیستی چې وايي، ولسمشر بایډن له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه پرله پسې دروغ وايي.

هغه ویلي، ۲۰ کاله په پوځ کې و او ۵ کاله يې په افغانستان کې تېر کړي دي.

د هغه په خبره اوس چې د افغانستان او عراق په جګړه کې پخواني سرتېري د امریکايي ځواکونو د وتلو انځورونه ویني ناراحته کېږي.

د مکس نیوز په لیکنه، ګونزالیس ویلي، د بایډن ادارې نه یوازې امریکایان دښمن ته پرېښودل، بلکې د وتلو پر وخت يې ۱۳ امریکایي سرتېري هم قرباني کړل.

ګونزالیس دغه خبرې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د هغه خبرو په ځواب چې په کانګرس کې ویلي وو هېڅ امریکايي په افغانستان کې په بند کې نه شته کړي دي.