د سوریې او د خلیج د سیمې د عربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو هڅې پیل شوي

د سوريې ملي بيرغ، ارشيف

وروسته له دې چې سعودي عربستان له ایران سره د اړیکو د عادي کولو لپاره په خبرو کې پرمختګ وکړ، دا هېواد اوس غواړي چې له سوریې هم اړیکې ترمیم کړي.

عرب لیګ، په ۲۰۱۱ کې د بشار اسد د رژیم له لوري د اعترا ض کوونکو د بې رحمانه ځپلو په غبرګون کې په دې اتحادیه کې د سوریې غړیتوب وځنډاوه.

د امریکا متحده‌ایالتونو او د سعودي او قطر په شمول یو شمېر عرب متحدانو یې د سوریې د حکومت د مخالفانو ملاتړ کاوه خو بلې خوا ته روسیه د بشار اسد د رژیم تر ټولو مهمه متحده ده.

څه موده وړاندې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي و چې، د سوریې له حکومت سره د خبرو بیا پیلېدا ممکن عرب لیګ ته د سوریې د بېرته راګرځېدو لار هواره کړي خو په دې برخه کې پرېکړې ته لا وخت شته.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي پرون (پنجشنبې) وویل، ریاض د کونسلي خدماتو د بیا پیلولو لپاره له دمشق سره خبرې پیل کړي دي.

په دې اړه نور: سعودي عربستان دمشق کې د کونسلي خدماتو د بيا پيل په اړه دغه هېواد سره خبرې پيل کړي

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي د خپل هېواد الاخبار ټلوېزیون ته وویل، د کونسلي خدماتو په وړاندې کولو کې د اسانتیا راوستلو ته د سعودي د شاهي حکومت د لېوالتیا په چوکاټ کې د دوو هېوادونو د چارواکو ترمنځ خبرې روانې دي.

یوې بلې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، سعودي او سوریه له کوچني اختره وروسته د خپلو ډیپلوماتیکو استازولیو په بېرته پرانیستلو غور کوي.

په سیمه کې د امریکا بل متحد، متحده عربي اماراتو هم له سوریې سره د اړیکو د عادي کولو لور ته ګامونه اخیستي دي.

دغه هېواد په وروستیو کې بشار اسد او د هغه مېرمنې ته د ابوظبي د سفر بلنه ورکړه.

دغه هېواد په وروستیو کې بشار اسد او د هغه مېرمنې ته د ابوظبي د سفر بلنه ورکړه.

له څه باندې یوې لسیزې وروسته د سعودي او سوریې د اړیکو عادي کېدا به سوریې ته لار پرانیزي چې، بېرته له عربي هېوادونو سره یو ځای شي.

د سوریې حکومت په ۲۰۱۱ م کال له کورنۍ جګړې وروسته د عربي ټولنې او اکثرو عربي هېوادونو له لوري ورټل شو.

خو له سعودي سره د اړیکو عادي کېدا له عربي هېوادونو سره د سوریې د اړیکو د ښه کېدو لور ته مهم ګام ګڼل کېدای شي.

یوې بلې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې، سعودي او سوریه له کوچني اختره وروسته د یو بل په خاوره کې د سفارتونو د پرانستلو په تابیا بوخت دي.

د دې سرچینې پر اساس، د سعودي او سوریې ترمنځ موافقه په ریاض ښار کې له سعودي چارواکو سره د سوریې د یوه امنیتي چارواکي د وروستیو خبرو نتیجه ده.