ډبيلو‌اف‌پي: افغانستان د قحطۍ له تر ټولو جدي خطر سره مخ دی

ارشيف

د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) خبرداری ورکوي، افغانستان د روانۍ پېړۍ په لومړۍ ربع کې د قحطۍ له تر ټولو جدي بحران سره مخامخ دی.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند وحید الله اماني، له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دوی راروانه میاشت ۱۳ ملیون کسانو ته د خوړو د مرستې رسولو لپاره مالي ملاتړ ته اړتیا لري.

نوموړي وويل: "په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د بودجې له کموالي سره مخامخ دی، چې له کبله یې اړ دی، په ټول افغانستان کې د خوراکي توکو د مرستې کچه راټیټه کړي. WFP په پام کې لري، چې په مارچ میاشت کې ۱۳ ملیون کسانو ته د خوراکي توکو مرستې ورسوي. له دې ډلې به څلور ملیونه کسان وکړای شي د دوو اوونیو لپاره د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړي، چې مخکې یې د درېیو اوونیو لپاره ترلاسه کولې. د خوړو نړیوال پروګرام په پام کې لري راروانه میاشت هم ۱۳ ملیون کسانو ته د خوراکي توکو مرستې ورسوي، خو که نوې مالي سرچینې په واک کې ور نه‌کړل شي، موږ به یوازې څلور ملیون کسانو ته په اپرېل میاشت کې مرستې ورسوو."

يو شمېر خلکو سره مرستې، انځور - ارشيف

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د دې لپاره چې راروانه میاشت هم ۱۳ ملیون کسانو ته د خوړو مرستې ورسول شي، دوی ۹۳ ملیون امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.

دغه اداره وايي، د راروانو شپږو میاشتو لپاره په افغانستان کې ۸۰۰ ملیون ډالرو ته اړتیا ده.

ملګرو ملتونو ویلي چې، روان میلادي کال به په افغانستان کې ۲۸ ملیونه او درې لکه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري او تر شپږو ملیونو ډېر کسان له قحطۍ سره یوازې یو څو ګامه فاصله لري.

"اقتصادي وضعیت او کاروبار ډېر خراب دی، خصوصاً زموږ لپاره چې کور نه‌لرو

وروسته له هغې چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، په دغه هېواد کې د اقتصادي رکود، وزګارتیا او لوږې زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

کابل کې احمدشاه د پنځو اولادونو پلار دی، چې اوس قلمونه او کاغذي دستمالونه خرڅوي.

نوموړی وايي: "اقتصادي وضعیت او کاروبار ډېر خراب دی، خصوصاً زموږ لپاره چې کور نه‌لرو او تر خېمې لاندې ژوند کوو. خاص کاروبار نه‌شته، قلمونه او کاغذي دستمالونه خرڅوم، کراچۍ لرم او ځیني وخت خو ان د یوې مړۍ ډوډۍ ګټلو لپاره له سړکونو پلاستیکونه راټولوم او پلورم یې، واقعاْ ستونزمن دی، خصوصاْ په ژمي کې."

پر ښځينه کارکوونکو له بنديز وروسته افغانستان کې د کورنيو اقتصادي وضعيت نور هم خراب شو.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند وحید الله اماني وايي، دوی د اړو کسانو د لاس‌نیوي لپاره د بېړنۍ مرستې غوښتنه کوي.

ښاغلی اماني وايي: "WFP په هېواد کې د ژوند ژغورونکو مرستو رسولو لپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي، ځکه په افغانستان کې زیانمنې کورنۍ وار د مخه د زیاتېدونکې لوږې په ګډون له بېلابېلو بحرانونو سره د مبارزې په حال کې دي."

د خوړو نړیوال پروګرام وايي تېر کال یې ۲۳ ملیون کسانو ته د خوړو مرستې رسولي، چې له ډلې یې ۱۹ ملیونه یې ښځې او نجونې وې.

د افغانستان له بېلابېلو برخو خلکو شکایتونه کړي، چې د خوړو او نورو بشري مرستو په وېش کې ځینې وخت عدالت په پام کې نه نیول کېږي.