په غور کې د لاسي بم چاودنې له کبله د یوې کورنۍ ۶ غړي وژل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د غور ولایت موقعیت

په غور ولایت کې د لاسي بم چاودنې له کبله د یوې کورنۍ ۶ غړي وژل شوي دي.

په غور کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو هم دغه پېښه تایید کړې ده.

د طالبانو په کنټرول کې د غور ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیت امر ملا مصطفی ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه د مرکز فېروزکوه په جنوب د غورقند په کلي کې په یوه کور کې ماسپښین مهال هغه وخت رامنځته شوه چې د دې کورنۍ ماشومانو له لاسي بم سره لوبې کولې او هغه پرې وچاودېد.

د هغه په خبره په دې پېښه کې دوه هلکان او درې نجلۍ او د هغوی مور وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د ۲۰۰۸ کال د ډسمبر له میاشتې راهیسې چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د ثبت رسمي پروسه پیل کړې، په دې هېواد کې د جګړو له امله لږترلږه ۱۱۸ زره او ۴۴۳ کسان وژل شوي دي.