د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

عاجل خبر

چارواکي: غور کې موټربم برید ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

غور کې د موټربم چاودنې یو انځور
غور کې د موټربم چاودنې یو انځور

کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار ۱۱ بجې د غور ولایت د ښځو چارو، شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو مخې او د امنیه قوماندانۍ ته نږدې د یوه کرولا موټر په واسطه بمي برید شوی.

د دې وزارت ویاند طارق آرین وايي، د دې برید له امله ۲۰ کسان مړه او ټپیان شوي دي.

اخوا ویل کېږي، دغه چاودنه د غور ولایت د امنیه قوماندانۍ د موټرو په پارکېنګ کې شوې ده.

د غور د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالمعروف رامش ازادي راډیو ته وویل، چې چاودونه موټربم په وسیله شوې او ملکي خلکو ته یې درانه زیانونه اړولي خو ده د تلفاتو کره شمېرې په اړه جزییات ور نه کړل.

د دې چاودنې مسئولیت تر اوسه کومې ډلې پرغاړه نه ده اخیستی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د نورستان د امنيه قوماندان پر رنجر موټر چاودنه کې څلور ماشومان وژل شوي، چې دوه يې زامن دي

د نورستان ولايت نقشه
د نورستان ولايت نقشه

د نورستان لپاره د طالبانو د حکومت امنیه قومندان محمد یوسف جمالزي په رنجر موټر د ماین چاودنه کې اته تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دغه چاودنه نن د (اګست۲۲مه) د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې شوې ده.

په چادونه کې څلور ماشومان وژل شوي او د نورستان د امنیه قومندان څلور ساتونکي ټپیان دي.

په ننګرهار کې یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته ویلي، پېښه نن غرمه هغه مهال رامنځته شوه، چې د دره نور په شیمل کلي کې دا رنجر موټر د سړک پر غاړه پر یوه ښخ شوي ماین ور برابر شو.

د سرچینې په خبره، د نورستان لپاره د طالبانو د امنیې قومندان ساتونکي د چکر په نیت دره نور ته تللي وو.

سرچینه وړاندې وايي، په چادونه کې د جمالزي دوه زامن هم وژل شوي دي.

تر اوسه چا د برید مسولیت نه‌دی منلی، خو په نورستان او کونړ کې د دغو ډول ډېرو بریدونو مسوولیت داعش وسله‌واله ډله مني.

پروان کې د يوې چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او شپږ ټپيان دي

په پروان کې یوې چاودنې ۲ کسان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.

په پروان کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند فضل الرحیم مسکین یار په یوه اعلامیه کې ویلي چې، چاودنه په یوه کباړ اوسپنه کې د ماین له امله وه.

مړه او ټپیان ټول ملکیان دي او د کباړ اوسپنې به یې ټولولې.

په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت: د کابل په اتمه ناحيه کې چاودنه شوې

بېړنۍ خبر
بېړنۍ خبر

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي د کابل په اتمه ناحیه کې نن چاودنه شوې، خو مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.

د دغه وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ویلي، منفجره مواد په یوه ګلدانۍ کې ځای پر ځای شوي وو.

که څه هم طالبانو ویلي، چې د کابل په ګډون یې په ټول افغانستان کې خوندي امن برابر کړی، خو دا ډول پېښو وخت نا وخت خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

‎په افغانستان کې 'یو بهرنی خبریال' اختطاف شوی‎

طالبانو خبریالان د ښځو د لاریون پوښښ ته نه پریږدي
طالبانو خبریالان د ښځو د لاریون پوښښ ته نه پریږدي

په افغانستان کې د یو لوېدیځ خبریال د تښتول کېدو یا نیول کېدو راپورونه ورکړل شوې دي.

یوې سرچینې ازادي راډیو ته د دې لوېدیځ خبریال نادرکه کېدل تایید کړي.

ازادي راډیو دا مهال د دې خبریال د خوندیتوب په پار د نوموړي له نوم اخیستلو څخه ډډه کوي.

ځینې افغان خبریالان چې ادعا کوي په دې اړه معلومات لري وايي دا خبریال د یو شمېر نورو بهرنیو سره کابل کې نادرکه شوی دی.

تر اوسه پورې طالبانو د دې لوېدیځ خبریال او ورسره د نورو بهرنیو د نادرکه کېدو یا تښتول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

ملي امنیت پر امرالله صالح د برید په تور لس کسیزه وسله واله ډله نیولې

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د وسله والو هغه لس کسیزه ډله نیولې چې د جمهوري ریاست پر لومړي مرستیال امر الله صالح یې حمله طرح کړې وه.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست یوه سرچینه وایي، چې دغه کسان د یو لړ پېچلو هدفي علمیاتو په پایله کې نیول شوي دي.

سرچینه وايي په دې عملیاتو کې د داعش او حقاني شبکې اړوند هغه هسته هم نیول شوې چې په لوړ پوړو افغان چارواکو یې د حملې پلانونه درلودل.

ننګرهار چارواکي: د جنازې مراسمو کې ځانمرګي ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

ارشیف
ارشیف

د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د جنازې په مراسمو کې چاودنه وشوه.

د ننګرهار د والي ویاند ازادي راډيو ته وویل چې چاودنه نن شااوخوا ۱۱ بجې د سیمه‌ییزو پولیسو د یوه قوماندان شېخ اکرم د جنازې په مراسمو کې شوې.

ښاغلی خوګیاڼی وایي چې چاودنې ۴۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې، خو دا چې څو تنه وژل شوي او څو یې ټپیان دي، تر دې دمه کره معلومات په لاس کې نه‌لري.

د سیمې یو شمېر سرچینو ازادي راډيو ته وویل چې د جنازې په مراسمو کې په ولسي جرګه او ولایتي شورا کې د ننګرهار د خلکو استازو هم ګډون کړی و چې په خبره‌یې، له دې ډلې د ولسي جرګې غړی نور اغا ملکزی او د هغه زوی ټپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو په دغې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

شېخ اکرم د ښېوې ولسوالۍ د سیمه‌ییزو پولیسو قوماندان و چې تېره شپه په ننګرهار کې د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.

د کابل په پل محمودخان سیمه کې له زوروې چاودنې وروسته ډزې روانې دي

د کابل په پل محمدخان سیمه کې له زوروې چاودنې وروسته ډزې روانې دي. په دې چاودنه کې د چارواکو په وینا له ۶۰ زیات کسان ټپیان شوي دي.

د ازادي راډیو خبریال وایي، وسله وال ګلبهارټاور ته ننوتي او له هغه ځایه ډزې کوي.

په سیمه کې د امنیتي چارواکو ازادي راډیوته وویل چې د وداننۍ د ننه د تصفوېې عملیات روان دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایارازادي راډیو ته وویل په دې چاودنه کې د ماشومانو په ګډون ۶۵ ټپیان شوي دي.

تراوسه د دغه برید مسولیت کومۍ وسله والې ډلې په غاړه ندی اخیستی.

په کابل کې دغه برید داسې مهال کیږي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا تیره ورځ وویل چې سږپسرلۍ د تیرکال د همدې مودې په پرته په کابل کې د ترهګرو بریدونو تلفات په سلو کې نوي کم شوي دي.

د اوکراین پولیسو کیف کې له زرګونه مظاهره چیانو سره نښته وکړه

د اوکراین پولیسو پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۶» په کیف کې له هغو زرګونه مظاهره چیانو سره نښته وکړه چې د ولسمشر پیټرو پروشینکو د محاکمې غوښتنه یې کوله او لارو او سړکونو ته را وتلي وو.

مظاهره چیانو همدا راز غوښتنه کوله چې د اوکراین لويې څارنوال له دندې لېرې شي.

زیات مظاهره چیان د اپوزیسیون د مشر میخائیل ساکاشویلي پلویانو وو د ولسمشر پیټرو پروشینکو له سختو منتقدانو دی.

د کیف پولیسو ویلي چې ۲۳ غړي یې له مظاهره چیانو سره په نښتو کې زخمیان شوي دي.

د پولیسو په وینا، خلکو هڅه کوله چې په کیف کې د اکټوبر ماڼۍ تالار ته ور ننوزي.

دا ودانۍ له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۴ میلادي کاله د اوکراین د پخواني ولسمشر ویکتوریانکوویچ پرضد د ولسي مظاهرو مرکز وو.

ترکیه کې د نجونو په لیلیه کې د اورلګېدو له امله ۱۲تنه وژل شوي

د ترکیې جنوبي ښار ادانا کې د نجونو په لیله کې د اورلګېدو له امله ۱۲ تنه وژل شوي دي.

په ترکیه کې د اروپايي چارو وزیر پرون سې‌شنبه ټلوېزیوني وینا کې په دې اړه وویل چې په دې لیلیه کې د اورلګېدنې اصلي علت لا نه‌دی څرګند شوی.

په لیلیه کې د یوه متوسط ښوونځي او لېسې زده‎کونکې اوسېدې.

په پېښه کې ۱۱ زده‎کونکې وژل شوي او ۲۲ تنه زخمیانې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG