یونېسف: اته سوه زره افغانې ښځې او نجونې په خوارځواکۍ اخته دي

ارشیف: یو شمېر افغانې ښځې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف وایي، په افغانستان کې اته سوه زره ښځې او ځوانې نجونې په خوارځواکۍ اخته دي.

یونېسف نن په یوه ټویټ کې ویلي چې د افغانستان لپاره د دې صندوق د تغذیې د برخې سلاکار زیوای موریره خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې یونېسف کولای شي چې د دغو ښځو ملاتړ ته دوام ورکړي او د مقوي تغذیې او د اوسپنې او فولیک اسید ټابلیتونو په وسیله د هغوی د خوارځواکۍ مخه ونیسي.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې یا اوچا تېره اونۍ ویلي وو چې شاوخوا ۸۷۵ زره ماشومان به سږ کال له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ وي او ۲،۳ میلیونه ماشومان او ۸۴۰ زره ښځې به هم د حادې خوارځوکۍ له متوسطې کچې سره مخ وي.