طالبان له عمومي عفوې سره ولې پخواني نظاميان وژني او شکنجه کوي؟

د پخواني نظام امنيتي پوځيان، ارشيف

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون، چې د طالبانو د حکومت له‌خوا منحل شوى او اوس له افغانستان بهر فعاليت کوي، په يو تازه خپره کړې اعلامیه کې ويلي، د طالبانو حکومت تر ګواښ لاندی کسان ډېرى ټیټ پوړي امنیتي مسوولان او یا سرتېري دي.

زموږ همکار مرسلین ارسلا، د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د سرتېرو د تري تم کېدو، شکنجې او وژل کېدو په اړه له پخواني پوځي احمدخان اندړ سره مرکه کړې او په پیل کې یې له هغه پوښتلي چې، په افغانستان کې د پخوانیو امنیتي ادارو مسوولان او سرتېرو ژوند له کومو ګواښونو سره مخ دی؟

دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د احمدخان اندړ مرکه