د اوکراين د پوځ ادعا: تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر زرو ډېر روسي پوځيان وژل شوي

اوکرايني سرتېري د جګړې په کرښه کې

د اوکراین پوځ نن یکشنبه ادعا وکړه چې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د روسیې څه باندې زر پوځیان وژل شوي دي.

بل‌خوا مسکو د اوکراین پر ختیځ ښار بخموت خپل پوځي فشارونه زیات کړي دي.

کییف وايي، د ځوابي عملیاتو په لړ کې د بخموت ښار د دفاع لپاره پوره هوډ لري.

له کله چې څه باندې کال مخکې روسیې پر اوکراین غیرموجه یرغل کړی، په دونیڅک سیمه کې د بخموت ښار پر سر جګړه ډېره دوامداره پاتې شوې ده.

د لوېدیځ ګڼ پوځي شنونکي په دې باور دي، چې دغه ښار خپل ستراتیژیک اهمیت لري.

د اوکراین د لوی درستیز دفتر نن یکشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، په بخموت کې د روسیې تهاجمي عملیات لا هم دوام لري.

د اعلامیې له‌مخې دغه عملیات تر ډېره پر لیمان، افدییف، مارینسکا او شختار ښارونو متمرکز دي.

اوکرايني سرتېري د جګړې په ډګر کې

د لوی درستیز دفتر ادعا کړې چې روسیې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې یو-زر-او-۹۰ سرتېري له لاسه ورکړي او اته ټانکونه یې ویجاړ شوي دي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، د جګړې په ډګر کې د دغو تحولاتو د خبر کره والی نه‌شي تاییدولی.

د برېتانیا استخباراتي راپور او لوېدیځ شنونکي وايي، روسیې ته د بخموت ښار د کلابندۍ او نیولو د هڅې پر مهال درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

یوفګیني پریګوژین چې د واګنر شرکت اجیر پوځیان یې په بخموت کې فعال دي، پرون د بخموت د دولتي ودانۍ په څو کیلومترۍ کې له جنګي تجهیزاتو سره خپله ویډیو خپره کړې ده.

په دې اړه نور: چارواکي: روسیې د اوکراین پر ښارونو او تاسیساتو پراخ هوايي بریدونه پیل کړي

تر ویجاړۍ مخکې د دې ښار د اوسېدونکو شمېر شا و خوا ۷۰زره کسانو ته رسېده.

د اوکراین د پلیو ځواکونو قوماندان اولیکساندر سېرسکي ویلي د بخموت سختې دفاع د ده له ځواکونو سره په ځوابي عملیاتو کې مرسته وکړه.

د اوکراین پوځ نن یکشنبه خبرداری ورکړ، چې په اوکراین کې د میزاییلو د حملو احتمال خورا زیات دی.

د پوځ په وینا دوه کسان هغه وخت ووژل شول او درې نور ټپیان شول، چې روسي ځواکونو په خرسون کې پر ملکي اهدافو توغندي وویشتل.