څلور ستورمزلي له نړيوال فضايي تم‌ځای بېرته ځمکې ته روان دي

ارشيف

دوه امریکايي، یو روسی او یو جاپانی ستورمزلي په فضا کې د شپږو میاشتو له تېرولو وروسته پرون له نړیوال فضايي تم‌ځي بېرته ځمکې ته روان شول.

د امریکا د فضايي تحقیقاتو اداره (ناسا) وايي، دغه ستورمزلي نن یکشنبه ناوخته د فلوریډا ایالت په سواحلو کې ځمکې ته رسېږي.

د جرمني خبري اژانس د راپور له‌مخې، ځمکې ته د دغو ستورمزلو ستنېدل د هوا د خرابوالي له کبله څو وارې وځنډېدل.

پر اوکراین د روسیې تر غیرموجه یرغل وروسته دغه ستورمزلي په تېره اکتوبر میاشت کې د ناسا او د روسیې د یوه شرکت له‌خوا د امریکا له خاورې فضا ته ولېږل شول.