د فنلنډ صدراعظمه: اوکراين ته د الوتکو ورکولو خبرې ابتدايي مرحله کې دي

د فنلنډ صدراعظمه سانا مارين

له فنلنډ څخه د رسنیو د راپور له مخې صدراعظمه سانا مارین چمتو شوې ده چې پر دې خبرې وکړي چې اوکراین ته امریکایي جېټ الوتکې ورکړي.

مارین چې پرون په کییف کې وه، وایي چې هلسنکي پلان لري چې څلور شپېته نوي 'ایف-۳۵ اې' جنګي الوتکې واخلي او پخوانۍ دوه شپېته هورنیټ جنګي الوتکې ممکن اوکراین ته وسپاري.

دې په ورته وخت کې وویل چې اوکراین ته د الوتکو د ورکولو خبرې په ابتدایي مرحله کې دي.

له میاشتو راهیسې اوکراین له خپلو متحدانو د جنګي الوتکو غوښتنه کوي.

د فبروري په اتمه چې کله د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي په پاریس کې و له فرانسې او جرمني یې وغوښتل چې څومره ژر چې کېدای شي اوکراین ته دې جېټ الوتکي ورکړي.