په سرپل کې پر دوو نجونو د جنسي تېري د ادعا څېړنه غوښتل شوې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د سرپل ولایت موقعیت

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، هغه ادعا دې هر څه ژر وڅېړل شي چې په سرپل ولایت کې یوې مېرمنې ویلي، په دوه لوڼو یې طالب وسله‌والو جنسي تېری کړی دی.

وروستیو دوه ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو لاس په لاس کېږي چې په کې یوه مېرمن ادعا کوي چې طالب وسله‌وال یې د فبرورۍ په اته ویشتمه نېټه کور ته ننوتي او په دوه لوڼو یې ورته جنسي تېری کړی دی.

طالبان تر اوسه د دې پېښې په اړه چپ دي.

خو د بخښنې نړیوال سازمان وايي، طالب چارواکي باید د دې قضیې د غندنې ترڅنګ سمدستي د تورونو په اړه خپلواکه، شفافه او بې پرې څېړنه وکړي.

دا سازمان دا ادعا په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په برخه کې خورا ناوړه او وحشتناک عمل بولي.