د اوکراین د بخموت په شاوخوا کې د سختو جګړو د دوام راپورونه ورکړل شوي

بخموت کې د جګړې لومړۍ کرښه یو انځور

د اوکراین د بخموت ښار په شا و خوا کې د سختو جګړو د دوام راپورونه ورکړل شوي دي.

د اوکراین چارواکي وايي، د دوی سرتېرو پر بخموت ښار د روسي ځواکونو د حملو نوې څپه په شا تمبولې ده.

د اوکراین د ختیځې سیمې دونیڅک په دغه ښار کې د تېرو څو میاشتو وسله والو شخړو د جګړې دواړو لوریو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي، د اوکراین د لوی درستیز دفتر نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، روسي ځواکونو د بخموت ښار پر شاوخوا د کلابندۍ د کړۍ تنګولو لپاره ۱۰۲ حملې وکړې.

د اوکراین پوځي چارواکي وايي، په دونیڅک سیمه کې سختې جګړې روانې دي چې تر ډېره پر لیمان، اودیفکا او شاختارسک ښارونو متمرکزې دي.

د ورڅېرمه پرتې سیمې لوهانسک په روبیژني ښار کې د اوکراین پوځي چارواکي وايي، چې روسي ځواکونو د جګړې پر مهال له ولسي خلکو د ډال په توګه کار اخیستی دی.

د اوکراین د لوی درستیز دفتر زیاته کړې چې د دوی دښمن خپل پوځي ځواکونه د استوګنې په سیمو کې ځای پر ځای کوي او د ملکیانو شا ته پټېږي.

د دې دفتر په وینا، د دښمن سرتېري او مهمات د کورونو او اپارتمانونو په لومړیو او دویمو پوړونو کې ځای پر ځای شوي او تر هغه په لوړو منزلونو کې خلک راګیر پاتې دي.

دا تازه جګړه داسې وخت کېږي، چې د اوکراین بېلابېلې برخې د روسیې د حملو په تازه څپه کې په نښه شوي او په نتیجه کې یې ۹ ملکیان وژل شوي او یو برښناکوټ یې تخریب شوی دی.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زيلینسکي د دغو پېښو له کبله یو وار بیا روسیه د ملکیانو په وړاندې د دهشت په کارولو تورنه کړه.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زيلینسکي

روسیه وايي چې د اوکراین پر ملکي اهدافو د حملو تازه څپه، چې د فبروري میاشتې له نیمايي را وروسته د خپل ډول له مخې لومړنۍ ګڼل کېږي، د روسیې په وینا د اوکراین له خوا د شویو تروریستي حملو ځواب و.

روسیه وايي، د اوکراین له خوا دا حملې تېره اوونۍ د اوکراین پولې ته څېرمه د روسیې پر بریانسک سیمه شوې دي.

اوکراین د روسیې ادعا ردوي او وايي، چې روسیه ښایي په دغه ډول ادعاوو سره غواړي د اوکراین پر سیمو تازه حملو ته یوه بهانه ولټوي.

روسیه تاییدوي، چې د پنجشنبې د ورځې په حملو کې یې د کینژال په نوم له هایپرسونیک توغندیو کار اخیستی چې سرعت یې تر غږ چټک دی.

د اوکراین ولسمشر وايي، چې اشغالګران یوازې په ملکیانو کې وحشت خپروي او دا یوازنی کار دی چې دوی یې کولی شي، خو هغه وايي، دغه ډول کارونه به له اشغالګرو سره کومه مرسته ونه کړي.